د کاسا زر پروژه نن د تاجکستان دوشنبه کې پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د کاسا زر په نوم د برېښنا د لېږد لویه پروژه نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پرانیستل شوه.

دغه پروژه چې له قرغیزستان څخه تاجکستان او د افغانستان پر لاره پاکستان ته د برېښنا لېږدول کېږي، نن يې رسماً پرانیسته وشوه.

په دې مراسمو کې د ګډ حکومت شریک عبدالله عبدالله له يوه پلاوي سره برخه وال و.

د کاسا زر پروژې له تطبیق سره به په افغانستان ۳۰۰ میګا واټه برېښنا هم تر لاسه کړي.

پر دې سربېره به د دې برېښنا د لېږد له امله له پاکستان څخه د کال ۴۵ ميلیونه ډالر د ټرانزیټ کرایه هم واخلي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان څخه دې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو کار واخلي او له دې هېواد سره دې په ثبات کې مرسته وکړي.

د دې پروژې کار په ټولو هېوادونو کې هم مهاله پيلېږي او ويل کېږي چې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې به يې چارې بشپړې شي.

د کاسا زر پروژه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د ټوټاپ پروژې پر مسیر لا هم لانجې روانې دي.

د ټوټاپ پروژې له لارې به له کابل څخه تر کندهار او هلمند پورې او هم لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ته ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا ولېږدول شوي،چې د برېښنا له دې مسیر سره د مرکزي سیمو ځينو اوسېدونکو مخالفت کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د