نظــر

په کندهار کي د لنډغرو شخصي سلطنت تر هر قانون پورته وي !!

Khalid-hadi-haidari
لیکوال خالد هادي

خالد هادی

څو ورځي وړاندي چي کله د فضل الدین اغا وراره او د ډنډ د پخواني ولسوال سید هاشم اغا زوی وسلوالو وتښتاوه او بیا ۴۵ ورځي وروسته په سپین بولدک کي د یو لړ عملیاتو؟ پر اساس له تښتونکو ازاد سو . ښا ئې تاسو به ئې انځورونه او خبر لیدلی وی .

خو ددغه پیښي په دې ۴۵ ورځو دوام کي دغه ټوپکیانو د کندهار ۲۱ تنه تاند ځوانان په خپل شخصي زندان کي د توپک تر شپیلۍ لاندي بندي وساتل .

دغه ځوانان چي د همدې هلک نژدې ملګري ول او ددوی شک و ورباندي د اقرار کولو په نیت دونه په بې رحمۍ وهل سوي او شکنجه سوي چي انسانیت ئې بیان کولو ته عاجزه دئ .

ددوی څخه په امبرونو د بدن غوښي پرې سوي دي !

نوکان ځني تراشل سوي دي !

د ۲۲۰ ولټه برق تارونه ئې په پزه او خوله ور منډل سوي دي !

د مخ ، ملا او لاسو پښو هډوکي ئې ور مات سوي دي !

دا هرڅه لنډغریزم او ټوپکیزم په داسي حال کي ترسره سوي دي چي دغه ۲۱ کسان ټوله بې ګنا وه ، ددغه ۲۱ ځوانانو کورنیو د امنیتي اورګانو هره دروازه هم ورټکولې ده خو ددې پر ځای چي امنیتي کسانو ئې غم خوړلی وای برعکس د امنیه قومندان او نورو چارواکو لخوا تهدید سوي وه ، سپک سوی او له دفترونو شړل سوي وه !

ځکه فصل الدین اغا او کورنۍ د کرزيانو د شخصي سلطنت غړیتوب په برخه وو نو دولت او هرڅه ئې په خدمت کي وو .

۴۵ ورځي وروسته کله چي د همدې شخصي سلطنت ساتونکو تښتونکي ونیول نو دغه توپکیان پوه سول چي دغه ۲۱ ځوانان بې ګناه دي .

ددې پر ځای چي بخښه ځیني وغواړي او د مالي او ځاني زیان ئې جبران کړي برعکس په مرګ تهدید سوي دي !

دوی ته ویل سوي چي که مو مطبوعاتو ته وویل یا مو نورو ادارو ته ږغ تر خوله راووتی په هم هغه ورځ به ووژل سی .

ددغو کسانو څخه ئې یوه ځان راښکاره کړ .

ما فکر وکړ چي موټر ئې ټکر کړه که څه پرې سوي . نه ئې هغه رنګ پاته وو نه ئې هغه ځواني .

که ئې ژوند ته ددې ځناور مستقیم خطر نه وای مخامخ نو خامخا مي ئې انځورونه هم درته خپرول .

دلته چي څومره ښاغلي دي همره ناولي وي !!!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x