
هرات: له اوه کاله بې جرمه زندان وروسته، زنداني ازاد شو
د هرات امنیه قومندان جنرال عبدالمجید روزي وايي چې دغه کس اوه کاله وړاندې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ نیول شوی و، خو اوس ثابته شوه چې نوموړی بې ګناه دی.
د روزي په خبره د نیول شوي کس خسرګنۍ له هغه سره د شخصي عقدې په خاطر هغه د خپلې ښځې قاتل بللی و او پولیسو ته يې په لاس ورکړی و.
د قومندان په خبره د نیول شوي کس خسر پولیسو ته یو سوځول شوی جسد هم ښوودلی و او دعوه يې کړې وه چې زوم يې لور وژلي او وروسته سوځولې ده.
عبدالمجید روزي وايي دوی ته اوه کاله وروسته معلومه شوه، چې د نیول شوي کس مېرمن ژوندۍ او خسر يې د خپلې شخصي عقدې له امله هغه په دروغو قاتل معرفي کړی دی.
نوموړی اوه کاله وړاندې د هرات قضايي مسوولین ملامت بولي او وايي چې اوس يې د دې بې ګناه زنداني په بدل کې د هغه د خسر په ګډون څلور تنه نیولي دي.
هغه نه دي ويلي چې اوس هم قضيه روښانه ده او کنه څو کاله وروسته به ثابته شي چې پخواني زنداني بل څوک د خپلې مېرمنې په نوم معرفي کړې او د هغه خسرخېلو به بې جرمه څو کاله زندان ګاللی وي.
د قضايي ارګانونو پر فساد پخپله ولسمشر هم اعتراف کړی، خو پر دې سربېره يې ان د یو چا د ژوند او مرګ اړوند د پرېکړو واک هم ورکړی دی.