افغانستان

نیویارک ټایمز: حکمتیار ستنېدو ته نېږدې شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي چې د حکومت سره د حزب اسلامي مذاکرات وروستي پړاو کې دي او انجنیر ګلبدین حکمتیار ستنېدو ته نېږدې شوی دی.

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وسله‌واله ډله که څه هم  طالبانو نېږدې په بشپړ ډول تر سیوري لاندې راوستی، خو ۶۸ کلن مشر حکمتیار د حکومت سره د کورنۍ جګړو وروسته رسمي مذکرات کوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د حکمتیار استازي وايي چې د ګډحکومت سره د مذاکراتو نهايي کولو هڅې کوي او که توافقنامه لاسلیک شي، حکمتیار به د ۱۹۹۶ل کال وروسته په لومړي ځل کابل ته ستون شي.

د ورځپاڼې په باور «ډیری خلک له حکمتیاره څوک چې د تړونونو د ماتولو عادت لری، اندېښمن دي، چې ښايي بهر د جګړې د میدان پر ځای کابل ته په راتګ سره ستر سیاسي سردرد جوړ کړي».

نیویارک ټایمز وايي چې ګډحکومت حکمتیار او د نوموړي حزب ته ځينې اسانتیاوې هم منلي چې له منځه يې په کابل کې د اوسېدو ځایونه، دفترونه، امنیتي تدابیر او د کال ۴ میلیونه ډالر بودیجه ورکول دي.

دا په داسې حال کې چې د حزب اسلامي اړوند سرچېنې وايي چې لا هم په شپږو مهمو مادو له حکومت سره موافقې ته نه دي رسېدلي.

دغه شپږ مادې بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالویش جوړول، د افغان مهاجرینو لپاره په خوست، ننګرهار، کابل او کندهار کې ښارګوټې جوړول، د حزب اسلامي (حکمتیار) اړوند سیاسي بندیان خوشې کول، ټاکنې ترسره کول او که دا امکان نه لري داسې حکومت جوړول چې حزب اسلامي هم په کې مهم رول ولوبوي، د تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشرانو نومونه ویستل او د انتخاباتو مستقل کميسیون جوړول چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي، دي.

د حزب اسلامي پر باور دغه مادې تر هغه ډیر وزن لري چې پرې موافقه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

طالبان د همدې لپاره سرونه قربانوي تر څو اشغالګران خپل د وتلو مهالویش نه تنها چې وټاکي بلکه د اعمال ضمانت یی هم ورکړي.

که فرض کړو اشرف غني حزب اسلامي ته ومني چې اشغالګران به د کال تر پایه وزي، نو که ونه وتل حکمتیار به بیا څه کوي؟؟؟؟

تر دې خو دا ښه ده چې بی له قید او شرط څخه تسلیم شي، یوه ورځ به یې ټول شرم په برخه شي، نه دا چې هره ورځ مري او هره ورځ شرمیژي!!!

ساحل

څومره به د نيویارک ټایمز ورځپاڼه افغانانو ته مخلصه وي، او آیا مونږ کولای شو هغه خپل دلیل ونيسو، دا غربۍ رسنۍ دي، هیڅکله د مسلمانانو په ګټه څه نه نشروي، همېش يې ليکنې د مجاهدينو او طالبانو په ضد وي، هيله ده چې متوجه ورته اوسو.

ساحل

آیا مونږ کولای شو دغسې د نيویارک ټایمز ورځپاڼې په ليکنه ټکی ټکی د تفسیر په ډول تشريح کړو او دليل په شکل يې خپل ولس ته وړاندې کړو، آیا به ښه لاره وي؟

انجنر محمدولی

دحکمتیار خفلو خفلون ټول کابل کی امریکایی معاشات اخلی لمسیان او کړوسیان یی هم کابل کی راجمعه شوی او وظیفی لری دحکمتیار ګران زوم جریر هم لکه داشرفغی غونته یو ګوډاګی ده او ښځه یی هم خارجی انګریزه کړی سره لدی چی سا بقه کو ر ودانه یی دحکمتیار لور ده له حزب اسلامی شرم هوا کړی او دیتیمو کونډو او شهیدانو هزار وهلی خدای ج به ټول داسی تباه کړی لکه دکابل جاده چی تباه شوه زه خو دیو افغان مسلمان په صفت ددوی له کړو وړو ډیره خفه یم خو نور افغانان هم وفو ښتی

الحاج استا ذ بیانزی

ساحل صاحب ، داسی خبری کوی لکه مونږ ټول مسلمانان چه ورته ماشومان ، کم عقلان ، ناروغه او لیونیان ښکارو . دی وایی ( آیا مونږ کولای شو دغسې د نيویارک ټایمز ورځپاڼې په ليکنه ټکی ټکی د تفسیر په ډول تشريح کړو او دليل په شکل يې خپل ولس ته وړاندې کړو، آیا به ښه لاره وي؟) نیویارک او نیویارک ټآیمز په امریکا کی دی او که په د زمکی د پاسه په کوم ستوری کی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ نیویارک د امریکا او بی بی سی د انګریزانو تر ټولو مهمی شیطانی رسنی نه دی ؟ په هغوی باور ونکړو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x