ټولنیزه برخه

د دين اصلي روح

احمدالله احمدزی

له هغه وخته، چې اسلامي امت له خپل دين او ثقافت څخه لرې شوی، د اسلام په اړه داسې څرګندونې کوي، چې د اسلام او  ايمان له اصلي روح سره په ټکر کې وي او ډېری وخت انسان له اسلامه وتلی وي او دی پرې نه وي خبر.

اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې نن سبا يو شمېر هغه ځوانان، چې له پرديو افکار اغېزمن وي او اسلام ته د پرديو له عينکو ګوري، وخت پر وخت د الله تعالی په ذات، رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو، اسلامي فقهې او اسلامي ثقافت په اړه د دښمن په ژبه خبرې کوي او دې ته نه ګوري، چې دغه ډول څرګندونې له اسلام څخه د وتلو لامل ګرځي.

يوه خبره بله مهمه ده، چې دغه نوي روڼ اندي، چې پر اسلام کومې نيوکې کوي، دا يوه هم د دوی د خپلو فکرونو زيږنده نه ده، بلکې دا د پخوانيو مستشرقينو خبرې دي، دوی يې په خپلو نومونو خپروي او د اسلامي امت علماوو د دغو ټولو تورونو مدلل ځوابونه ويلي دي.

د دې خلکو له لوري پر کېدونکو تبصرو او خپلسرو څرګندونو دلته بحث نه کوو؛ ځکه چې مخکې مې يادې موضوع ته اشاره وکړه، خو په لنډه توګه وايو، چې مستشرقينو پر توحيد، رسالت، اسلامي فقهې، سيرت، تاريخ او اسلامي ثقافت له کرکې او تعصب ډکې نيوکې کړي او په هره برخه کې ورته مدلل ځوابونه ورکړل شوي دي.

ځينې يې په ډېر جرئت وايي، چې د الله تعالی وجود، امر و نهي او اسلامي احکام د دوی عقل او ذهن نه مني او يوازې هماغه خبرې تکراروي، چې له دوی وړاندې د ښکېلاک استازو تکرارولې.

دلته د دې پر ځای، چې د هرې خبرې جلا جلا ځواب ورکړل شي، موږ مسلمانان بايد پر دې خبره ځانونه پوه کړو، چې اسلام د تسليمۍ او تابعدارۍ نوم دی.

اسلام دا معنا نه، چې موږ دې خپل هوس او خواهشاتو پسې لاړ شو او يا دې د خپلو عادتونو  پلوي وکړو. که داسې کوو، نو دې ته بايد د اسلام نوم ورنکړل شي.

شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په دې اړه د مفتي محمد حسن رحمه الله له قوله ليکلي، چې د الله تعالی پر وړاندې بايد د انسان حيثيت وپيژندل شي او له هغې وروسته بيا اصلي خبره وشي.

مفتي محمد حسن رحمه الله فرمايي، چې يو مزدو وي، چې تر يو ځانګړي وخت او نېټې پورې به کار کوي. د ساري په توګه يو سړی ستا نوکر دی او هغه ته وايي، چې ته به اته ساعته دلته ماسره پټي کار کوې او بيا به ځي، له اته ساعته وروسته دی بيا د خپل واک دی او خپل ژوند ته وزګار دی. له دې وروسته يوه بله مرتبه ده، چې هغه د غلام مرتبه ده. د غلام د کار او وظيفې وخت او ځای نه وي معلوم، بس چې څښتن څه امر ورته کوي، دی به يې مني، که ورته ووايي، چې ځای جارو کړه، دی به يې مني او که ورته ووايي، چې ته د کلي ملک او قاضي شوې، دی به يې خامخا مني. غلام په خپل ژوند کې هېڅ واک او اختيار نه لري ټول ژوند يې د څښتن په واک او اختيار کې دی.

د مفتي محمد حسن رحمه الله په وينا له غلام وړاندې يوه بله مرتبه هم شته، چې هغه ته «بنده» وايي. بنده له غلام څخه هم درنه مرتبه ده؛ ځکه چې غلام پر هر څومره ستونزو او کړاوونو کې وي، مګر په زړه کې د خپل څښتن په درناوي مکلف نه وي او نه يې دی عبادت کوي. بنده په پټه او ښکاره د خپل واک او اختيار نه دی، په ژبه، عمل او زړه کې د خپل څښتن د امر و نهی تابع دی او په توره تياره کې په يوازېتوب کې هم دی د دې واک او اختيار نه لري، چې د الله تعالی په شان کې زره غوندې منفي فکر وکړي او همدغه د دين اصلي روح او حقيقت دی.

دا موږ، چې نن سبا د اسلام په اړه کومې خپلسرې څرګندونې او اعمال کوو، له دې څرګنديږي، چې موږ ځانونه د اسلام په اصلي روح نه دي پوه کړي او تر څو، چې د اسلام په اصيل فهم نه يو پوه شوي، دغه ډول څرګندونې او کارونه به کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x