شعـــــرونه

غزل: محمد ابراهيم صياد

محمد ابراهيم صياد

دار ښكلول دار ته ختل مينه همدې ته وايي
د دار په دار كې خنديدل مينه همدې ته وايي

جلاد اواز وكړ د مينې ليوني حاضر كړئ
له يوه بل مخكې كيدل مينه همدې ته وايي

په وچو شونډو يې يو بل ته تبريكي كولې
وروستي ارمان ته رسيدل مينه همدې ته وايي

د ازادۍ ځوانان هميش په ځنځيرو كې ومري
چې په لاسو يې شرنگيدل مينه همدې ته وايي

د شهادت په جام خړوبه يې د عشق تنده كړه
په سپين تاريخ وځليدل مينه همدې ته وايي

د وطن پيغلو په پلو كې سره گلان راوړي
په جنازو چې يي شيندل مينه همدې ته وايي

زړې موركۍ يې سور په وينو سپين دسمال بيرغ كړ
په خړ مزار يې رپيدل مينه همدې ته وايي

ستاسو يارانو انتقام ته تياری نيولی
صياد په سترگو وليدل مينه همدې ته وايي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x