شعـــــرونه

غزل: مشال

مشال

ددوی له کور،کلي ترښار پوري پخې لاري دي
خو زموږ دښارلاهم تر اوسه ها خامې لاري دي

یابه تردین تېرېږي بیاډېر څه په لاس درتلی شي
یابه دین پالې اوکړاو به وړې دادوې لاري دي

که مي ته ورور څه چي زما ځان شي زما روح شي هم دي
وژنم په دې چي تاساتلي دپوستې لاري دي

موږ لوستي یو دکمپیوټر پرتڼۍ ګوته نه ږدو
موږ په بوشکو ریموټ نیولي دقوې لاري دي

منم شتمن ته به د لاري مزي لنډوي خو نو
مشال پیاده ګرځي په مخ کي یې اوږدې لاري دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x