افغانستان

مجاهد: کرزی طالبان په ځان قیاسوي، او بی اختیاره ورته وايي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په کابل کي حامد کرزي د علماو شوری ته په وینا کي ویلي وه چي طالبان په بشپړه توګه بی واکه دي، خو دوی بیا هم د طالبانو سره خپلي اړیکي ټینګول غواړي، او د سولي لپاره به خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي وه چي په قطر کي د طالبانو بیرغ پورته کیدل او بیرته کښته کیدل ددوی په بی واکي باندي دلالت کوي. او داچي دده اداره د طالبانو سره پټي اړیکي لري، او هغوی دا خبره ورته کړې، چي طالبان بی واکه دي.

د کرزي د ذکر شویو خبرو په جواب کي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان اسلامي اژانس یوې پوښتني ته په لاندي توګه جواب ورکړی او نن ټکی آسیا ته یې هم رالیږلی:

دکرزي لخوا داسې خبرې دده په کامله بي کفايتي او عدم اګاهي دلالت کوي ، لومړی خو طالبان له کرزي سره هيڅ پټه راشته درشه نلري چې ده ته داسې خبري وکړي ، بل داچې کرزی غواړي دمجاهدينو په ضد پخپله هم داسي تبليغات وکړي لکه دده استخبارات او ترده پورې تړلي رسنۍ يي چې کوي ، کرزي غواړي طالبان هم په ځان قياس کړي او بي اختياره يي وښيي ، خو افغان ملت او نړيوال ډير ښه پوهيږي چې آيا هغه څوک به هم بي اختياره وي چې دولس کاله يي ۴۹یرغلګرو هیوادونو او نړۍ معاصر فرعون امریکاته دسر په کاسه اوبه ورکړي ا و له مطلق شکست سره يي مخامخ کړه ؟

دکرزي منطق دومره ضعيفه ده چې یو ماشوم هم کولای شي دده دخبرو پروپاګندوالی درک او باور پرې ونکړي ، کرزي که ريښتيا هم افغان وي نو لومړي دی ځان دامریکا له غلامۍ نه خلاص کړي ، يرغلګروته دي دپاتي کيدو زارۍ او عجز نه کوي ، دپردو پرځای دې په خپل ملت باور وکړي او دملت غيږي ته دې را وګرځي له خپلو کړنو او غلامۍ نه دي توبه وباسي او نور دې دهیواد بدمرغۍ نه غزوي .

داسلامی امارت مجاهدینو چې کوم بریدونو کړي په هغه ساعت يي ويندويانو له رسنيو سره په تماس کې د هغو مسئولیت منلی او دجزئياتو په اړه يي رسنيوته معلومات ورکړی ، نو کرزي ته به څرنګه ممکنه وي چې له دومره ښکاره حقيقت نه سترګې پټي کړای شي او ښکرور دروغ دي ووايي ؟ که دی دمجاهدینو دبریدونو په اړه شک لري له آزادو رسنیو نه دي معلومات وغواړی چې دمجاهدینو دبريدونو مسئوليت څوک اخلي اوله خپله لوري جزئيات څوک ورکوي ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

طالبان ولی خپل مخونه پټوی. که مجاهدین وی بیا دی خپل مخونه نه پتوی. افغانانو له روسانو سره هم په جهاد کی ول، خو خپل مخونه یی نه پټول. دی نه دا پته لګیږی چه د دوی په مابین کی پنجابیان او نرو جارجیان دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x