شعـــــرونه

دمظلـوم برغی: نعمت الله پټانزی

نعمت الله پټانزی

شنه طوطيان په چنارو کې راته وژني
خپل وحشت يې اخري حد ته رسیږي

نن خپل باغ کې ترې مڼې نه شو شکولی
دا د سيم جال سکندر سد ته رسيږي

چې د اوښکو په باران کې يې برېښنا شي
د مظلوم برغی اوږده مد ته رسيږي

بس ژړا کې يې ساتلي ملتونه
نور به څه کړې خون خواران ضد ته رسيږي

چې اساس يې ظلم زور وي بل څه نه وي
د قبول نه به حتمي رد ته رسيږي

نعمت الله پټانزی
۱۳۹۱/۳/وږي – هرات ،دملت بڼ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x