افغانستان

د ۱۳۵ کلن سپين ږيري لا هم بشپړ قرآن یاد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): په سمنګان ولایت کې یو ۱۳۵ کلن سپین ږېری لا هم بشپړ قرآن په یاد لري.

مولوي محمد امین سمنګانی چې د امیر عبدالرحمن خان همځولی ځان بولي لا هم پخپله حافظه باوري دی او نږدې یوې نیمې پېړۍ عمر يې حافظه نه ده کمروزې کړې.

هغه وايي چې ۹۰ کاله وړاندې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې له دیوبند مدرسې نه فارغ شوی دی.

مولوي محمد امین سمنګانی وايي تر مخ يې پنځلس واکمنۍ له منځه تللې دي، خو دی شکر وباسي چې د ده حافظه ورسره له منځه نه تللې او په ځوانۍ کې یاد کړی قرآن شریف يې لا هم بشپړ یاد دی.

هغه چې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، د خپل ژوند ډېرې پېښې کټ مټ یاد دي، هغه د خپلې حافظې د ټينګښت یوازینی علت قرآن شریف یادوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x