ناټـــو بــلاده بــــرکـــت نــــــلـري
ببره ښکاري ننګ غيرت نلري
نړيوال هسې غولېدلي دي پري
وسله يې ډيره ده همت نلري
ليوني سپي ورسره مله دي واړه
دشنوزمريانو حمــايت نلري
چاته چي لاس ددوستۍ ورکي همېش
ټول جـفـــاوي مــحبــت نلـــري
دروغجنه نفس له سيالۍ ايستلې
شرافت څه چي انسانيت نلري
په تمام ژونديې ميدان وړى نه دى
له شانه وارکـوي جـــرئت نلري
هـره ادايې ده لـه مکـــره ډکه
ظلم يې ډيردى مــراعت نلري
راشۍ که ګورۍ يې اسياته راشۍ
وجود يې سته څه حرکت نلري
له کلي تېښته کړي په زوږدکبير
اشغال يې کاردى حاکميت نلري
چل او فرېب يې دخلاصون لاره ده
لکه ګيــــدړه بل صفــت نلري
تش په نامه ناټوناټوده وروڼو
دروغجنه غله ده پت عزت نلري
الهامه ! پام چي پرې زړه سوى ونکړې
پر سر يې وـله هيــڅ ديت نلــري
سيد احسان الله الهام 2011/07/12 :