
د سعودي په یو جومات کې د سيسي پر سر اخ و ډب!
د تېرې جمعې په ورځ د سعودي په پلازمېینه ریاض کې د لمانځه د خطبې پر مهال د سعودیانو او د سیسي پلوه مصریانو تر منځ اخ وډب هغه وخت را منځ ته شو، کله چې د الفردوس جومات خطیب – چې نوم یې حمد بن سلیمان الحقیل ښودل شوی ـ د خطبې په پای کې سیسي ته ښېرا وکړه.
د سعودي د اسلامي چارو په وزارت کې یو مسول کس الحیاة ورځپاڼې ته وویل چې نوموړی امام به ونیول شي، ځکه ده د قوانینو مخالفت کړی، او سیسي ته یې ښېراوې کړې دي، مونږ د خطبو سیاسي کېدل نه منو.
ځینو هغو کسانو چې د پېښې شاهدان وو ویلي چې د النهضه په کلي د الفردوس په جومات کې خطیب د خطبې په پای کې وویل چې الله دې د بشار الاسد او عبد الفتاح سیسی بیخ وباسي، په دې وخت کې یو مصري غږ پرې وکړ: ستا له سیسي سره څه دي؟
له همدې سره سعوديان را پورته شول، په جومات کې شور ماشور شو، سعودیانو د خطیب په دعا اعتراض کوونکي مصریان په داسې حال کې له جومات نه وایستل چې جمعه ولاړه وه.
{youtube}n4gziqVNIBo{/youtube}
د نوموړې پېښې په اړه لاندې ټکي د پام وړ دي:
۱ – دا چې خطیب سیسي ته ښېراه وکړه، کېدای شي دومره مهمه خبره وي او که نه، اصلي خبره دا ده چې خطیب د سعودي د خان ( دعبد العزیز زوی عبد الله ) انډېوال ته ښېرا کړې ده، په بل عبارت خپله خان صاب ته یې ښېرا کړې، ځکه د مصري ولس په وژنه کې سعودي خان او سیسي خان دواړه په یوه نظر دي، پیسې سعودي خان ور لېږي او وژل سیسي خان کوي.
۲ – تر ټولو خطرناکه خبره د اسلامي چارو د وزارت ده چې وايي مونږ دا نه منو چې خطبې دې سیاسي شي، ددې خبرې اصلي مطلب د سیکولرستانو فکر او نظر دی، هغوی چې دین او دولت، دین او سیاست سره جلا کوي، دین د دولت تابع ګرځوي.
۳ – اوس ټول باید په دې پوه شي چې د سعود کورنۍ د اسلام بیخ ایستلو ته مټې رانغښتې دي، عملا د سیکولرستانو فکر او نظر عملي کوي، دا خبره که کوم کمونیست یا سیکولر وکړي ټول به ور پسې را پورته شي چې دا خو دین له سیاست نه جلا کوي، دا خو کفر دی، هغه دی او دغه دی، خو دا چې دسعود کورنۍ دغه ناولی او کرغېړن عمل تر سره کوي، ډېری خلک غوږ نه پرې ګروي.
۴ – په مصر کې د اخوان المسلمین دحکومت له ړنګولو نه لوی هدف همدا وو چې دین او سیاست سره جلا شي، ځکه هغوی داسې حکومت راوستو چې دین او سیاست دواړه پکې وي، همدا خبره وه چې دسعودي خان د مصر له سیکولرستانو، لیبرالانو، علمانیانو او کمونیستانو سره د مسلمانانو په وړاندې لاس یو کړ.
۵ – نوموړې پېښه په ډاګه کوي چې د سعودي عربستان ولس د سعود کورنۍ له خان او ملګرو سره یې مخالف دی، د سعود کورنۍ خان د سعودي ولس پر اوږو په وچ زور ور سپور دی، سعودي مسلمان ولس دغه ناولی بوډا نه غواړي، خو څه وکړي چې وس یې نه رسېږي، دهغه ورځې په هیله چې د سعود کورنۍ ظالمان د سعودي ولس په وړاندې د خپلو ظلمونو او وحشتونو حساب او کتاب ور کوي.
سید ولي حامد