ادبي لیکني

د مور خدمت «لنډه کيسه»

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

له ښاره لرې په یوه کلي کې دوه وروڼه وو. دوی یوه ناروغه مور درلوده، دې ته اندېښمن وو که موږ دواړه د مور خدمت وکړو، نو دخدای(ج) له عبادته پاتې کېـږي او که دواړه د خدای(ج) عبادت وکړو نو مور مو یوازې پاتې کېږي.

له ډېر فکر کولو وروسته یې دا پرېکړه وکړه چې یو به د خدای(ج) عبادت وکړي او بل به د مور خدمت. په همدې سره سلا شول.

یو یې په کور کې د مور په خدمت بوخت شو او بل لاړ د خدای(ج) په عبادت پسې.

هغه چې د خدای(ج) عبادت یې کاوه، په کلي ډېر مشهور شو ټولو په ښه نوم یاداوه او ویل به یې چې په کلي یوازې همدا کس دی چې په ډېره مینه او اخلاص د خدای عبادت کوي. همدا راز له نورو کلیو نه مشهور علما د ده لیدو ته راتلل.

هغه بل چې د مور خدمت يې کاوه، له هغه نه خپل ملګري، دوستان او خپلوان بېل شول.

د خدای عبادت کوونکي یوه شپه خوب ولید چې یو سپین ږيري سړی ورته راشي او ورته وايي:

ـ اې ځوانه! خدای(ج) ستا تردې کاره دې له ورور نه ډېر خوښ او راضي دی.

په دې خبره د ده له سترګو اوښکې وبهېدې او په ژړا یې پوښتنه ترې وکړه:

ـ ولې زه خو د خدای(ج) په خدمت کې یم او هغه د بنده (مور) په خدمت کې، نو بیا ولې خدای له ما نه ناراضه دی؟

ـ ته چې څه کوې هغه ته خدای اړتیا نه لري، خو ورور دې چې څه کوي هغه ته د مور اړتیا لري. ته د بې نیازه په خدمت کې یې او ورور دې د هغه چا په خدمت کې دی چې اړتیا ورته لري، نو ځکه له هغه ډېر راضي دی.

د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) فرمایي «که څوک مور او پلار راضي کړي، په حقیقت کې یې خدای(ج) راضي کړی او که څوک مور او پلار خفه کړی، نو خدای(ج) به ترې ناراضه وي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x