ادبي لیکني

د زور واکو پاچاهي «لنډه کيسه»

عثمان رسولي

       هرې خواته توره تیاره وه. د کلي په جومات کې هم څوک نه ؤ پاتې. ټول کلیوال د خپلو کورونو په لور تللي ؤ. ځينو خلکو د کورونو دروازې لا نه وې تړلې. د ماښام پدې چوپه چوپتیا کې د زور او زر خاوندان له وسلو سره د یوه سړي په کور ور وختل او د کور په خاوند یې  چې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په دسترخوان ناست ؤ، کلاشنیکوپونه راواړول، خرپ او ترپ یې پرې جوړ کړ او ټول یې په مرګ وګواښل.

      – خبردار، چې شور ونه خورئ،…که نه پدې کور کې به هیڅوک هم ژوندي پرې نه ږدو!

      دوو کسانو سملاسي د سړي لس کلنه لور له دسترخوانه پورته کړه او په زور یې د باندې په توره تیاره کې د تورو ښېښو موټر ته ور واچوله او دا دوه نور هم پسې ورغلل او جېنۍ یې کوز کلي ته وتښتوله.  

       جېنۍ چې پخپل ژوند کې یې یوه شپه هم په پردي کور نه وه تېره کړې، کړۍ شپه یې په ژاړا، چېغو او نارو تېره کړه، خو هیڅ کومه ګټه یې ونکړه. بالاخره سبا شو. د نکاح لپاره تیاري ونیول شوه. خلکو ته د ماښامنۍ بلنې ورکړل شوې. د کلي ملا هم تشریف راوړو او د نکاح د مراسمو په پای کې یې تنکۍ ماشومه څلوېښت کلن سړي ته د دوهمې ښځې په توګه نکاح کړه. ټولو خپلې خېټې ډکې کړې او مبارکي یې ورته وویله. په پای کې ملا لاس پورته کړ او یوه اوږده دعا یې وکړه او په همدې سره د نکاح مراسم پای ته ورسیدل.

       د ماشومې کورنۍ نه زور لره او نه هم میړونه. د پولیسو کوماندان وویل چې دا فامیلي موضوع ده مونږ پکې کار نلرو. څارنوال او قاضي هم د زورواکو په خوا ؤ. نه د قانون زور پرې رسیدو او نه هم د خلکو. هیچا هم د دې بېوزلې کورنۍ غږ وانه ورېد. تنکۍ رڼا له ښوونځي محروم او یوه څلوېښت کلن سړي ته چې په ږیره کې یې سپین لګیدلي ؤ، په نکاح شوه. د ښوونځي شاګردان، ښوونکي او اداره ټول خبر شول، خو هیچا یې هم پوښتنه ونکړه. په ټولګي کې د رڼا ځای خالي ؤ. ټول پدې هیله ؤ چې د ټولګي تر ټولو لایقه شاګرده به هرومرو راځي او خپل ښوونځي ته به دوام ورکوي. خو رڼا د تل لپاره له ښوونځي سره وداع وکړه.   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x