افغانستان

د هلمند والي: د ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند والي حیات الله حیات وايي په داسې حال کې د دې ولایت مسوولیت ور سپارل شوی چې وضعیت ته يې په اندېښنه کې دی.

هغه نن له رسنیو سره په خبرو کې د هلمند څلورو ولسوالیو سقوط ومانه، خو وسله وال طالبان ډېری وخت پخپلو خبرونو کې د پنځو ولسوالیو د حاکمیت خبره کوي.

حیات الله حیات وايي چې د دې ولایت له څوارلسو ولسوالیو درې عادي، دوې متوسطې، درې لږ او کجکي او سنګين بیا تر سختو تهدیدونو لاندې دي.

د هلمند والي وايي چې پاتې څلور ولسوالۍ د ده تر مسوولیت وړاندې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

هغه چې شاوخاو دوه میاشتې وړاندې د دې ولایت د وضعیت د سمون په تمه له میدان وردګو نه هلمند ته تبدیل شوی وايي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ هیڅ همغږي نشته، چې د دولت لویه کمزورې بلل کېږي.

د هلمند والي په داسې حال کې د هلمند د ولسوالیو د سقوط وېرې اخیستی، چې د مرکز لښکرګاه څلورمه حوزه کې باباجي سیمه له نږدې اتو میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

په هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان هم پر دې نه دی توانیدلی چې د مرکز لښکرګاه د څلورمې حوزې نیول شوې ساحه د طالبانو له ګوتو وباسي.

ياده دې وي تېره ورځ يوې لویدیځې ورځپانې نیویارک ټایمز هم د یو دولتي چارواکي له خولې لیکلي و، چې د هلمند مرکز له سقوط سره مخ دی او د طالبانو د واک کړۍ پرې ورو ورو را تنګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عیدالقاهر فرقان مل

دا خو ناکه خبر ده چی طالبان نن په هلمند کی قو سودی دا زه درته دائم نن په افغانستان کی اول جنگ ذ پاکستان دی دوهم جنگ د آمریکا دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x