نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (لسمه برخه)

  یو سل متره به تللي وو چې ښي لاس ته یې را و ګرځولو، شل دیرش متره وړاندې لویه دروازه وه په دې یې ور ننویستو، هلته د دروازې دننه دوه میزونه ایښي وو دوه کسان په چوکیو ورته ناست وو، کوم کس چې مونږ یې راوستو هغه له ټولو څخه ولچک خلاص کړل سره غونډ یې کړل نور په خپله مخه لاړ، مخامخ بله دروازه وه، او چپ لاس ته زینې ختلې وې، ټول یې په زینو کې کتار کړلو، پاس زینې بیا چپ لاس ته ګرځېدلې وې، په همدې ځای کې یو وچ تور رنګی  کس ولاړ و، قلم او کاغذ یې په لاس کې وو، له هر بندي نه به یې په نوبت پوښتنه کوله:  وهل شوی، ټکول شوی او شکنجه شوی خو به نه وې؟ ما له ځانه سره ویل دې لیوني ته ګوره! خبر یې چې مونږ یې له کوم ځای نه راوستلي یو؟

  که ته هغه ځای وویني بیا به پوه شي چې وهل، ټکول او شکنجه کول شته او که نه؟ دا په داسې حال کې چې خپله دغه کس له بل هر چا نه زیات پوهېدو چې له بندیانو سره  څه رنګه چلن کېږي!

  هر بندي به ورته ویل چې هو وهل شوی، ټکول شوی او شکنجه شوی یم! بیا به یې پوښتنه وکړه چېرته دي په بدن دې د وهلو ټکولو څه نښې نښانې شته؟ چا به پښې ور وښودلې! د ځینو خو پر مخ او سر له ورایه ټپونه معلومېدل، ځینو به شا ورته لوڅه کړه! ځینو به پنډۍ او زنګنونه ور وښودل، ده به له ځان سره په هغه کاغذ کې هسې اخوا دیخوا قلم وخوځولو پوه نشوو چې څه به یې لیکل، خو ظاهرا یې بندیان په دې پوهول چې ګواکي یو څه قانون شته، دا دي دلته پوښتنه کېږي، چې څوک وهل شوي او که نه؟

 بیا وروسته مونږ پوه شوو چې دا پوښتنې یې ځکه کولې تر څو که کوم بندي ډېر زیات وهل شوی وي، ټپونه یې خطرناک وي هغه ته یو څه ګولیانې ور کړي تر څو زر  ښه شي،  داسې نه چې کله که د سره صلیب کوم هیئت راشي چې دا حالت و نه ویني!

 د یادونې ده چې ځینې بندیان که به وهل شوي هم وو، حال یې نه ویلو، دوی یرېدل چې داسې نه چې هغه نور ظالمان را باندې خبر شي بیا به مو وهي، یا داسې نه چې له دوی سره یې لار جوړه کړې وي، چې تاسو معلومات وکړئ که کوم بندي ډېر شکایت کولو چې بیا سزا ور کړو!

 په زینو کې یې پاس وخېژولو، د زینو په سر یو وړوکی غوندې دفتر وو، څو کسان په کوچونو پکې ناست وو، دلته یې بیا پوښتنې کولې، نوم، د پلار نوم، ځای او…. چپ لاس ته یو پنجره وه، تر دې یې ور د ننه کړو، که ګورو لوی اوږد دهلیز دی، له یوې او بلې خوا نه د خونو ورونه ورته را ختلي وو مونږ یې چپ لاس ته را تاو کړو، د دهلیز په پای کې پنجريي دروازه وه، دا یې خلاصه کړه، تر دې چې ور د ننه شوو، دلته بیا یو میز ايښی وو، څو کسان ترې تاو را تاو وو، مخامخ او چپ لاس ته یې پنجريي دروازې وې، په همدې ځای کې یې ټول ودرول، که ګورو یو رنګه بورې پیرړې جامې یې راوړې، هر کس ته یې یو یو جوړ ور کړې، او ویل یې چې خپلې جامې وباسئ او دا واغوندئ!

 دلته ټول سخت سره خپه شوو، چې دا خو یې اوس بل زندان ته را وستو! مونږ خو فکر کولو چې خوشي به مو کړي! دلته هم د ریاست ۹۰ په څېر په رڼه میدان د جامو ایستل او اغوستل وو، جامې مو واغوستې، خو د ریاست ۹۰ پر خلاف خپلې جامې، بوټان او چپلکې یې را نه وانخسیتې، مونږ فکر کولو چې دا به د ۹۰ په څېر دوی را نه اخلي!

  هر بندي به چې جامې واغوستې یو کس ورته ولاړ و هغه به را ښوونه ورته کوله چې هغه میز ته ورشي، هلته به یې بیا نومونه لیکل له هغه وروسته به یې د چپ لاس پنجره ورته خلاصه کړه، یو یو کس چې کار به یې خلاص شو ورننویستلو به یې، هلته به کس ولاړ و، هغه ته به یې ویل چې پلانۍ نمبر خونې ته یې ننباسه!

زما نوبت را ورسید، نوم او پلار نوم، ولایت پوښتنه یې وکړه، بیا یې دجرم پوښتنه وکړه، ما ویل د امریکایانو مخالفت! وايي رښتیا وايي، بل کوم جرم خو به نه لرې؟ ماویل نه، همدا مې جرم دی!

هغه کس ته یې غږ وکړ د خونې نمبر یې ور وښود، هغه هلته بوتلم، د دروازې کلپ یې خلاص کړ، دروازه یې را خلاصه کړه، وايي ورځه! ور د ننه شوم، که ګورم خونه زما په څېر له توربخونو جامو والا بندیانو نه ډکه ده، داسې چې د ناستي ځای په آسانۍ سره نه پکې پیدا کېدو!

 له پلوه مې روغبړ پیل کړ، دوی هم ښه په اسلامي او پښتنه خوږه مینه روغبړ را سره وکړ، کله چې کیناستم، یو کس چې په ټولو بندیانو کې یو څه بیدار معلومیدو، لوړه دنګه ونه، سپین رنګ، غټ غټ اندامونه، غټ سر، واړه واړه ویښتان یې د ښاریانو په څېر یوې او بلې خوا ته اړولي وو، له څېرې داسې ښکاریدو لکه کوم ښه مثقف، تعلیم یافته او فکري سړی چې وي، په لومړي ځل لیدو یې د سړي پام ځانته ور اړولو.

له ما نه یې پوښتنه وکړه: د کوم ځای یې او اوس یې له کومه ځایه راوستې! یوازې وې که نور بندیان هم درسره وو؟ ما ولایت ور ته وښود، او دا چې له کوم ځای نه یې را وستم، ما ویل نه پوهېږم چې کوم ځای و؟ خو تر ځمکه د لاندې یو ځای وو؟ وايي څنګه  ځای وو؟ څنګه خلک پکې وو؟ ما ویل بندیانو ته یې زېړې جامې ور اغوستې، نور یې نه پېژنم، او تر دې مهاله زه نه پوهېدم چې دا دومره وخت په ریاست ۹۰ کې وم، هغه کس راته ویل: هغه په پنجرو کې به یې چې بندیان را ځوړند کول؟ وهل او ټکول به یې کول، پر سر به یې تورې کڅوړې ور اغوستې؟ هلته خو به نه وې؟ ما ویل بالکل له همغه ځای نه یې راوستم، هملته وم! وايي ښه ځه له ریاست ۹۰ نه یې راوستلی یې، ما ویل له کوم ځای نه؟ وايي دغه ریاست ۹۰ دی، دوی یې ریاست ۹۰ بولي، سخت وحشت او ظلم پکې وو، مونږ هم هلته وخت تېری کړی.

 په دې خونه کې ۱۱ کسان وو، صرف یو دوه کسان یې هلته نه وو بولی نور دا لس کسان یې ټول له همغه ځای نه راوستلي وو.

بیا یې ویل چې هغه ځای ته ریاست ۹۰ وايي، او دې ځای ته ریاست ۱۷ وايي، په ریاست ۹۰ کې خو هسي سرسري او په زور تحقیقات کېدل، دلته اوس بیا تحقیقات درنه کوي، له دې ځای نه زر وتل نشته، اصلي ځای ته یې اوس راوستې، دلته به تحقیق درنه کوي، که دې څه جرم و، بیا به محکمې ته ځې، که جرم در باندې ثابت شي بیا به قید در کوي، او پلچرخي ته به ځې، او که جرم در باندې ثابت نه شي بیا به له همدې ځای نه خوشي کېږي! ما له ځان سره ویل چې اوس نو باید پاخه ورته واړوي، زر خوشي کېدل له دماغ نه باید وباسم، که څه هم چې زما په دوسیه کې داسې خاص څه نه وو چې د قید سبب دې ګرځېدلي وای خو بیا هم، په داسې یو ځای کې چې هېڅ کوم قانون نه وي، د هر څه د امکان توقع کېدا شي!

 بیا یې پوښتنې پیل کړې چې ډېر خو به یې وهلی نه وې؟ ما ویل تاسو خپله هغه ځای لیدلی، چې وهل او ټکول پکې څومره دي؟

 دا خونه یو نیم په دوه متره کې وه، له ما سره ۱۲ کسان شولو پکې، یو ټپي اوه لس کلن خام ځوان هم د دروازې مخې ته پروت وو، په پښه کې یې سیمان وو، ږیره یې لا نه وه راغلې، هغه غلی پروت وو له هېچا سره یې کار نه لرلو.

یو تقریبا  د شپيتو کلونو په عمر سپین ږیری بوډا هم په همدې خونه کې بر سر ته تکیه وهلې وه، هغه کس چې له ما نه یې پوښتنې کولې، هغه راته ویل چې جرم دې څه دی؟ ما ورته ویل د امریکایانو مخالفت! وايي په اقرار کې دې هم همداسې ورته ویلي ما ویل هو! بیا یې راته ویل: یره وروره ته هم زما په څېر ساده یې! ددې ځای په حالاتو نه یې خبر، احتیاط کوه چا ته حال مه وایه چې جرم دې څه دی، دلته په هره خونه کې یو یو جاسوس د بندي په بڼه شته، په دې دهلیز کې چې څومره خونې دي په دې ټولو کې یوازې دا زمونږ خونه ده چې جاسوس نشته پکې، په نورو ټولو خونو کې یو یو جاسوس شته، تا خو دا خبره مونږ ته وکړه، خو که بلې خونې ته یې بوتلې، یا بل چا پوښتنه در نه کوله، فکر کوه چې سم حال ورته ونه وايي! ځکه بیا نور مشکلات درته جوړوي.

ما ویل خیر یوسې، الله دې اجر در کړي، ما ویل تاسو یې ولې راوستي یاست، نومونه مو څه دي؟ د کومو ولایتونو یئ، هر یو خپل نوم او ولایت را ته وښود، یو بل کس راته ویل چې دا ډاکتر صیب دی، دا یې له عملیات خانې نه راوستی دی، ما له ځانه سره ویل چې په لومړي سر کې چې ما دا کس ولیدو پوه شوم چې عادي کس نه دی.

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

———————————-

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (نهمه برخه)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x