ټولنیزه برخه

ستراتیژي

ژباړه: پوهیالی حسن خان درمل

دې اصطلاح ته چې په فارسي کې ورته (راهبرد) او په پښتو کې کړنلاره ویل کېږي، داسي یو مفهوم دی چې له نظامي ډګره یې سرچینه اخیستې ده او وروسته نورو برخو لکه؛ اقتصاد، سوداګري او په ځانګړې توګه سیاست او حکومتوالي ته ورګډه شوې ده.

د (سټراټېژي) لغت د یونایې ژبې (ستراتېژیا Strategia) ریښه لري او د (امر ورکولو او لارښوونې) په مانا ده. د کړنلارې یا سټراټېژي اوسنۍ ساده مانا له یوې داسي عملیاتې طرحې څخه عبارت ده چې د موخې د لاسته راوړلو لپاره کړنې او اقدمات همغږي او سازماندهي کوي.

په نظامې برخه کې کړنلاره یا سټراټېژي عموماً له دښمن سره په جګړه کې د ښکېلېدو لپاره د جګړې ځای ته له وړاندي او وروسته څخه د ځواکونو لېږدول دي. خو کله چې نظامې ځواکونه په جبهه کې د دښمن له ځواکونو سره ښکېل شي، دېته بیا تاکتیک وایې، نه سټراټېژي.

په پخوا وختونو کې په ځانګړې توګه د ناپلیون د جګړو پرمهال د کړنلارې (سټراټېژي) او تاکتیک ترمنځ ښکاره توپیر شتون درلود، یانې هغه څه ته یې سټراټېژي ویله چې د جبهې تر شا به تېرېدل او د جګړې په ډګر کې د جګړې لارښوونه کولو ته یې تاکتیک ویل.

د شلمې پېړۍ له پیل څخه د خط مش او ملي سیاست اصطلاحاتو په راښکاره کېدو سره سټراټېژي د تاکتیک او ملي سیاست ترمنځ ځای خپل کړ. دا وضعیت ددې لامل شو چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې چې ډېره پراخه وه، او ښکېل هیوادونه په څو ځایونو کې جګړې کولو ته اړ وو، د ملي سیاست، سټراټېژي او تاکتیک تعریفونه په ناڅاپې توګه را څرګند شي. دې مواردو ته په ځواب موندلو او ځواب ویلو کې د (لویې سټراټېژي یا Grand Strategy) په نوم یوه بله اصطلاح او مفهوم را ښکاره شو چې په یو نه یو ډول د ملي سیاست او سټراټېژي مفاهیمو ترکیب وو.
لویه سټراټېژي یو داسي مفهوم وو چې د نورو برخو ستراتېژۍ لکه؛ نظامي سټراټېژي، اقتصادي سټراټېژي، سیاسي سټراټېژي او د سوداګري سټراټېژي هم د هغې په چوکاټ کې ځای وموند. د سیاست په ډګر کې د سټراټېژي مفهوم په پراخه کچه کارول کېږي. (کارل فون کلازوټیز) چې د نړۍ د سترو سټراتېژسټانو له ډلې څخه وو، ویلي دي چې؛ جګړه په نورو طریقو او لارو د سیاست دوام دی. پر همدې بنسټ؛ په پخوا وختونو کې کله چې سیاست په نظامې طریقو بدلېده او سټراټېژي به لقب خپلاوه، نو وروسته په خپله د سټراټېژي لغت د هیواد د ستر سیاسي پروګرام لپاره وکارېده.

نن ورځ پر نظامي قوماندانانو او سیاست پوهانو سربېره، د سوداګري چارو کارکوونکي، اقتصاد پوهان او د صنعتي برخې کارکوونکي هم د سټراټېژي درلودونکي دي. حتی عادي وګړي هم په خپل ورځني ژوند کې د مصرف د کموالي، د وزن د کموالي او … په څېر بېلابېلو ستراتېژیو څخه خبرې کوي. باید وویل شي چې دلته سټراټېژي د موخې په مفهوم سره نه ده، بلکه موخې ته د رسېدو لپاره له وړاندي څخه ټاکل شوي اقدامات او پروګرامونه دي. سټراټېژي موخې ته د رسېدو څرنګوالی مشخصوي او دا چې موخې څه شی دي؟ څه شی باید واوسي؟ یا څنګه باید وټاکل شي؟ له داسي مواردو سره هیڅ کار هم نه لري.

په واقعیت کې سټراټېژي په یو څلور اړخیز جوړښت کې یو عنصر دی: لومړۍ برخه یې هغه موخې دي چې باید لاسته راوړل شي. دوهمه برخه د پام وړ موخو د لاسته راوړلو لپاره د سرچینو (منابعو) د تخصیص څرنګوالی دی. دریمه برخه یې له تخصیص شویو سرچینو څخه د ګټې اخیستني تاکتیکونو ته ځانګړې شوې ده. او څلورمه برخه په خپله سرچینې، لارې او طریقې دي. پر همدې بنسټ؛ سټراټېژي یا کړنلاره معمولاً د موخو او تاکتیکونو ترمنځ خالي ځای ډکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x