د وري پر یو دېرشمه، د ملي امنيت اړوند لسم ریاست د له بريد وروسته

لسم ریاست: روغ وتلي بریدګر تازه جزئیات څرګند کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د تېرې اپریل میاشت په ۱۹مه د پلازمینې کابل په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست د لارۍ بم خونړۍ چاودنه وشوه او ورپسې دوه تنه سرتیري بریدګر د ریاست ودانۍ ته ننوتل.

طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی وه او ویاند یې زیاته کړې وه چې د څو ساعتونو مقاومت وروسته یو تن بریدګر روغ رمټ بیرته راوتلی او دوهم بریدګر وژل شوی دی.

طالبانو په یوې تازه ویډیو کې د نوموړي بریدګر مرکه خپره کړې او د پېښې په اړه یې جزئیات څرګند کړي دي.

روغ راوتلی سرتیری بریدګر وايي چې د ریاست دننه یې په کوټو او بندو کوڅو کې ډلې ډلې کسان را ایسارول او یوازې ده په خپل لاس ټول ټال له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې کسان وژلي دي.

نوموړی وايي چې په ریاست کې دننه د وارخطایۍ حالت له اټکل څخه ډیر اوچت وه. هغه زیاتوي چې د ریاست کارمندان د برید له امله دومره ترهیدلي وه چې سپېنې يې تښتېدلې وې او په خبره یې، کله به دی کوټې ته ورننووت هغوی د حملې جرئت نه درلود ترڅو له ده څخه وسله واخلي.

روغ راوتلی بریدګر وايي چې له ریاست څخه یې د تېښتې پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې جنګي مواد یې خلاص شول. هغه وايي چې یوازې یو ګرنیټ او یوه برچه یې له ځان سره راواخیستل او په وینا یې، په لاره کې يې د برچې په واسطه دوه نور کسان هم له مینځه یووړل.

نوموړی وايي چې د راوتلو پر مهال څو ځله د امنیتي ځواکونو لخوا ودرول شو خو له پوښتنې وروسته به یې بیرته خوشې کړ:

«په لار کې يې څو ځله ودرولم او د کارټ غوښتنه یې راڅخه وکړه، خو ما به په ځواب کې ورته ویل: تاسو دې حالت ته وګورئ او ستاسو د کارټ پوښتنې ته وګورئ!»

هغه وايي چې په دې ځواب سره به امنیتي ځواکونو د تګ اجازه ورکړه او بالاخره روغ رمټ خپلو ملګرو ته راورسېد.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د برید په طرح او تطبیق کې د ریاست دننه حکومتي مسئولینو پټه همکاري کړې او که نه، نوموړی بریدګر وايي چې داسې نښې نښانې یې محسوس کړې چې د ریاست دننه او بهر له دوی سره همکاري موجوده وه، خو دا چې دغه همکاري چا کړې، هغه یې په اړه ناخبري ښيي او زیاتوي چې ممکن «مسئولینو» ته معلوم وي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو دغه برید د عمري عملیاتو تر ټولو ستر ګوزار بللی او د ذبیح الله مجاهد په وینا، دغه برید «دښمن ته سخت پیغام پرېښود». ښاغلي مجاهد ګواښ کړی چې تر دې سخت بریدونه به ترسره کوي او په خبره یې «د دښمن مهمې هستې» به په نښه کوي.

طالبانو په برید کې وژل شوي ټول کسان د ملي امنیت کارکوونکي وبلل. دوی د ملکي وګړو ټپي کېدنه رد نه کړه خو په وینا يې ډیری ولسي وګړي د چاودنې د دروندوالي له امله د ښيښو د ماتېدو په نتیجه کې سطحي ټپیان شوي دي.

د ماندګار په نوم یوې کابل مېشتې ورځپاڼې ویلي چې په یاد برید کې د ملي امنیت نږدې ۴۰۰ تنه کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویډيو دلته وګورئ!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د