لندن: د فساد پر ضد غونډه او د غني پر ضد لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): لندن کې د فساد پر ضد نړیوالې غونډه کې د ګډون لپاره ولسمشر غني هم رسېدلی او په دې ښار کې دغه ناسته او د ولسمشر غني پر ضد لاریون یو ځای روان دی.

د برتانيا لومړي وزیر ډیويډ کامرون افغانستان اړوند د فساد په تبصره کې وویل چې په دې هېواد کې د فساد اوج حيرانوونکی دی.

ولسمشر غني د هغه په غبرګون کې ويلي چې ده فساد نه کړی بلکې فساد میراثي ورپاتې دي، خو دکې مېشتو افغانانو د ولسمشر غني پرضد لاریون کړی او هغه يې په افغانستان کې د پراخ فساد سرلاری بللی دی.laryoun-Londun

لاريون کوونکي چې له ځان سره د فساد او ولسمشر غني پر ضد شعارونه لېږدوي ولسمشر غني په افغانستان کې د فساد، اقتصادي ضعف، بې کارۍ او نا امنۍ مسوول بولي.

د دوی په خبره ولسمشر په داسې حال کې د نړۍ پر سطه د فساد پر ضد ناسته کې ګډون کوي چې حکومت يې پخپله تر ستوني په فساد کې ډوب دی.

ارګ د لاریون کوونکو اړوند تبصره نه ده کړې خو د برتانيا د لومړي وزیر څرګندونې يې له اخلاقي موازنو سره خلاف بللې دي، خو پخپله ولسمشر غني بیا په افغانستان کې د فساد ورکاوی د نړیوالو او افغان ګډ حکومت شریک مسوولیت بللی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د