
پهلوان زنده خوش است!
عبدالرحیم (ثاقب)
تیره ورځ ولسمشر اشرف غني لندن ته له اداري فساد سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ولاړ.
د نوموړی دا سفر په هیواد کې د اداري فساد او ناسالمې حکومتولي له دریو نادریو پیښو سره مصادف و.
لومړۍ پیښه داوه چې لندن ته د نوموړي تر روانیدو وړاندې د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کمیرون د بریتانیا د ملکې ۹۰ کلیزې نمانغونډې وویل: ”نن په فساد کې د خورا ښکېلو هېوادونو یوشمېر مشران بریتانیا ته راځي، چې پکې د افغانستان او نایجریا مشران شامل دي، دغه دوه داسې هېوادونه دي، چې ښايي د فساد کچه پکې د بل هر هېواد پرتله لوړه وي.’
دوهمه پیښه دا وه چې په ارګ کې د ولسمشر د شخصي محافظینو له ډلې یوتن ساتونکی د امنیتي ځواکونو لخوا د سړي تښتونې په جرم نیول شوی او د ارګ مطبوعاتي چارواکو هم دا خبره تائید کړې.
او دریمه هغه دا وه چې د هرات امنيتي مسوولینو خبر وركړ چې په یاد ولایت كې یوتن د خپلې میرمنې د وژنې او سوځنې په جرم د هرات د دری ګونو محاکمو له خوا په ۱۶ کاله تنفیذي حبس محکوم شوی چې د هغو له جملې څخه یې اووه کاله عملا په محبس کې تیر کړي خو کومه ښځه چې نوموړی یې د قتل په جرم محکوم شوی هغه ژوندۍ سلامت د خپل پلار په کور ناسته ده.
له پورتنیو دری واړو شرموونکو پیښو څخه د نړیوالو په منځ کې د ملي یووالي حکومت بین المللي وقار ، ښه حکومت ولۍ او په محاکمو کې یې د عدلي او قضايي شفافیت درک ښه څرګندیدای شي.
د کوم حکومت چې ولسمشر یې په نړیواله کچه په فساد (غلا) شهرت لري، د ارګ ځانګړي محافظین یې سړي تښتوونکي او محاکم یې په ناحقه ډول برئ الذمه انسانان محکوموي له داسې حکومت او دولت څخه به یې د خلکو د وقار ، ښې حکومت ولۍ او د ولس د سر او مال ساتلو څه توقع وکړای شي؟
ولسمشر غني که ریښتیاهم ضمیر لرلای یواځې د دغو دری واړو شرموونکو تراژیدیو د پیښیدو له امله يي باید ابو مندانه استعفاء ورکړې وای؛ ځکه همدا څلور پنځه ورځې مخکې د همدغه ډول محاکمو د حکم پر اساس ولسمشر د ۶ تنو محکومینو د اعدام حکم توشیح کړ.
څوک دا ثابتولی شي چې پردغو محکومینو دي د هرات د هغه مظلوم محکوم په څیر حکم نه وي شوی چې د خپلې ژوندۍ ښځې د قتل په جرم یې ۱۶ کاله د حبس حکم ورباندې کړي؟
خو داسې ښکاري لکه چې ښاغلي غني هم د ګډ حکومت ترمشرۍ وروسته له ضمیراو وجدان سره خدای پاماني کړې او په دې خوښ وي چې د هیواد په رسمي محافلو او بین المللي غونډو کې د تر ټولو فاسد (غله) بي کفایته او بي احساسه ولسمشر په توګه هسي نوم واخیستل شي.
ستاسی نوره لیکنه هم ښکلی ده ، مګر څه چه پکی زما ډیر خوښ شو همدغه عتوان یی ( چه پهوان زنده خوش است ) دا چه تاسی تری څرنګه تعبیر اخستی هغه ستاسی خوښه خو زه تری دا تعبیر هم اخلم ، چه غنی دی پسی نه ګرځی چه د ده په غلامه اداره کی څه روان دی ، او د ده په ارګ کی څه روال دی او دی خپله ځه وایی او څه کوی ، ده ته چه څه مهم دی هغه دا چه خلک ورته جمهور ریس ووایی او تاریخ کی د یو جمورریس په نوم… نور لوستل »