ټولنیزه برخه

تر ټولو احمق انسان

ليکوال: شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمدالله احمدزی

د هارون الرشيد په زمانه کې يو بزرګ تېر شوی، بهلول ورته وايي، بهلول به خلکو مجذوب باله، مګر خبرې يې ډېرې له حکمت او پند څخه ډکې وې، له همدې امله خلکو بهلول دانا هم باله. بهلول مجذوب هم و، حکيم هم.

هارون الرشيد پاچا به ورسره ټوکې هم کولې او اعلان يې کړی و، چې بهلول هر وخت د ده دربار ته ورځي، نو هېڅوک يې بايد مخه ونه نيسي او بايد د راتلو اجازه ورکړي.

يوه ورځ بهلول د هارون الرشيد دربار ته حاضر شو، ګوري، چې د پاچا په لاس کې چاړه ده، هارون الرشيد په ټوکه کې ورته وويل، چې بهلوله! دا چاړه واخله، دا به تاسره امانت وي او هغه چا ته يې زما له لوري ډالۍ ورکړه، چې په ټوله نړۍ کې تر تا هم احمق اوبې عقل وي. د پاچا اشاره دې ته وه، چې په نړۍ کې خو تر تا بل بې عقل انسان نه شته.

بهلول دغه چاړه ځان سره امانت کېښوده مياشتې او کلونه تېرېږي، يوه ورځ داسې هم راغله، چې هارون الرشيد ناروغ شو، په کټ کې پروت دی، هېچرته د تلو راتلو نه دی، ډاکټرانو له ټولو کارونو او سفرونو منعه کړ.

بهلول، چې د ناروغ پوښتنې لپاره راغی، ورته يې وويل، چې اميرالمؤمنينه، څه حال دی؟

هغه ورته وويل، بهلوله! څه به درته ووايم، ډېر اوږ سفر مې مخې ته دی.

بهلول: چېرته سفر لرې؟

هارون الرشيد: د اخرت سفر يادوم

بهلول: هلته دې څومره لښکرې لېږلي، څومره اسونه، خيمې او د ژوند تېرولو سامان؟

هارون الرشيد: ياره بهلوله، دا ته څنګه خبرې کوي، دا خو داسې سفر دی، چې هلته هېڅ خيمې، پيسې او لښکرې کار نه ورکوي.

بهلول: ښه نو بيا به کله بېرته راځې؟

هارون الرشيد ورته وويل، چې تا بيا داسې خبرې پيل کړې، دا د اخرت سفر دی، له دې سفر څخه څوک بېرته دنيا ته نه شي راتلی.

بهلول وايي، چې ښه دومره اوږد سفر دی، چې هېڅوک ترې بېرته نه شي راګرځېدی، له تاوړاندې ستا هېڅ ساتونکی او باډي ګارډ هم نه شي تلی، هارون الرشيد ورته وويل، هو بهلوله، دا همداسې يو سفر دی.

بهلول ورته وويل، چې ښه نو، بيا خو ستا يو امانت ما سره دی، له ډېر وخته مې درته ساتلی، که په ياد دې وي، چې تا ما ته ويلي و، چې تر خپل ځان بې عقل انسان ته يې ورکړه. نن ما ته د همدې چړې تر ټولو زيات حقدار ته برېښې؛ ځکه چې ته کله هم په دنيا کې په لنډ سفر هم تلې، نو سترې لښکرې به درنه مخکې روانې وې، ستا لپاره به يې لاره سموله، خيمې او د اوسېدو ځای به يې درته جوړاو، مګر اوس په دومره اوږد سفر روان يې، د دې لپاره دې هېڅ تياری هم نه دی کړی، له دغه ځايه بېرته راتګ هم نه شته، نو ما ته له خپل ځانه ته تر ټولو بې عقل انسان ښکاره شوې او دا چاړه دې تا ته مبارک وي.

هارون الرشيد د بهلول دا خبره واورېده، په ژړا شو او ويې ويل، چې بهلوله، موږ خو ته لېونی بللې، مګر اوس پوه شوم، چې په نړۍ کې تر تا بل ستر حکيم او پوه انسان نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abnsubhani

استغفرالله این را کی شیخ الإسلام لقب داد از الله بترسید. شاعری میفر ماید:
یارب چه کنم که نا کسان کــــــــس شده
موچی وسر تراش رئیس جهان شده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x