افغانستان

طالبانو د کندهار-روزګان د لویي لاري پر سر جګړه پراخه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غویي ۲۶مه، ۱۳۹۵ ل): د تېرو درو اونیو راهیسي د کندهار-روزګان د لویي لاري پر سر په شاولیکوټ ولسوالۍ کي سختي جګړې رواني دي، دلته جګړه هغه وخت پيل سوه کله چي طالبانو د امنیتي ځواکونو زیات شمېر پوستې ونیولي او د لویي لاري کنترول یې په خپل لاس کي واخیستی.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي رسنیو ته وویل چي د ۲۱ نیول سوو پوستو څخه یوازي ۷ پوستې امنیتي ځواکونو د درو اونیو د جګړې په جریان کښي د طالبانو څخه نیولي او نوري پوستې اوس هم د طالبانو په لاس کي دي، نوموړي دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي چي تر دې وړاندي د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ویلي وه چي د شاولیکوټ جګړه یې پای ته رسولې او لویه لار په ټولیزه توګه ددوی د ځواکونو په لاس کي ده.

د غه جګړې د شاولیکوټ ولسوالۍ په کټه سنګ او البک سیمو کي رواني دي.

د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته ویلي چي په شاولیکوټ ولسوالۍ کي ددوی له لوري جګړه پراخه سوي، سرچینه زیاتوي چي طالبانو د کندهار ښار او کټه سنګ سیمي ترمنځ سیمو کي د امنیتي ځواکونو لار پري کړي او هلته یې جګړه پیل کړي.

طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ ترڅنګ په میوند، خاکریز، ډنډ، معروف او ارغستان ولسوالیو کي هم جګړې پیل کړي دي، د طالبانو په بمي برید کي د ډنډ ولسوالۍ امنیه قومندان  روزي هم ټپي سوی دی.

د کندهار چارواکي د شاولیکوټ ولسوالۍ د جګړې پړه د روزګان پر امنیه قومندان رحیم الله خان وراچوي، چارواکي وایي چي رحیم الله خان په قصدي توګه د پولیسو ۲۱ پوستې طالبانو ته خوشي کړي او دوی ځیني تښتیدلي دي خو یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چي د طالبانو قوي استخباراتو د پولیسو د تبدیلی پر مهال د وخت څخه ګټه پورته کړي.

سرچینه زیاتوي کله چي نوي پولیس پر لاري وه او زړو د تګ تابیا نیولي وه پر همدې مهال طالبانو برید وکړ چي له امله یې زیات شمېر پوستو د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د کندهار-روزګان د لویي لاري د بندیدو سره د روزګان ولایت د سقوط اندیښنې ډیري سوي دي، ځایي خلک او د روزګان چارواکوي په دې اند دي که چېري د شاولیکوټ جګړه دوام وکړي امکان لري چي طالبان دي روزګان ولایت ته سقوط ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x