شعـــــرونه

بیازخمی زخمی کابل دی

ده اوږدولارومـــــــزل دی خدايه خيرکړې
هروګړی راته غل دی خدايه خير کړې

دنړۍ رقيبان واړه پـــــرې راټــــــــــــول دي
دجانان په کور يرغل دي خدايه خيرکړې

دتنکوتنکوپېغلوټو زوږ اوشــــــــــوردی
شهيد شوی کوم اوربل دی خدايه خيرکړې

ده وطن ددنګو غرونو په نښتــــــــــــرو
دخوني ښامار اور بل دی خدايه خيرکړې

دپرديو ښکېلاکــــــــګرو  په وارونـــــــــــــــــو
بيا زخمي زخمي کابل دی خدايه خيرکړې

دشهيد طالب په سرووينو لــــــــــــــړلی
اخ ټپي ټپي ګوګل دی خدايه خيرکــــــــړې

پروت دکلي دګودر په ړنګــــــــــــه غاړه
دملا لې خور چارګل دی خدايه خيرکړې

لکه تندرپه مغرورجهان پرېوتــــــــــــــۍ
بياګذاردکوم اتل دی خدايه خيرکــــــــړې

ته يې وساتې له هردجالي فرېبـــــــــــــه
ده ازغو په غېږکې ګل دی خدايه خيرکړې

سم ګذار ده نېزوغشواوده تـــــــــــــورو
(حبيبي) ستاهرغزل دی خدايه خيرکړې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x