نړۍ

سرتاج عزيز: د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د امريکا له لوري د ايف ۱۶ الوتکو په پېرلو کې د مالي مرستو د بنديز له امله له تېرو درې مياشتو راهيسې د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې دي. سرتاج عزيز دا څرګندونې د پاکستان مشرانو جرګې ته د امريکا او پاکستان د اړيکو په اړه وکړې.

د بهرنيو چارو سلاکار وايي، چې امريکا سره د پاکستان اړيکې ۲۰۱۱م کې د امريکايي جاسوس ريمنډ ډيوس او مومندو کې پر پاکستاني پوسته د امريکايي الوتکو د بمبارۍ له امله ترينګلې شوې وې، مګر په ۲۰۱۳م کې د دواړو هېوادونو اړيکې يو ځل بيا تقريبا عادي حالت ته راوګرځېدې.

د سرتاج عزيز په باور کېدای شي امريکا پاکستان سره د ايف ۱۶ جنګي په پېرلو له مرستې ځکه انکار کړی وي، چې واشنګټن د پاکستان پر اتوموي پروګرام نيوکې لري او پاکستاني چارواکو په دې اړه د امريکا غوښتنې او شرطونه لا له پخوا رد کړي دي.

د بهرنيو چارو سلاکار دا هم ويلي، چې هېواد يې د جاسوسۍ په تور د نيول شوي ډاکټر شکيل افريدي په اړه د امريکايي حکومت او کانګريس غوښتنې رد کړي او په عين وخت کې امريکايي کارپوهان او رسنۍ له هر ډول دليل پرته پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي.

د افغان سولې په اړه يې مشرانو جرګې ته وويل، چې دغه قضيه ډېره پيچلې ده، په دې اړه بايد له زغم او صبر څخه کار واخيستل شي، د سولې مخالفينو ته بايد نور وخت ورکړل شي او پوځي عمليات بايد تر ټولو وروستی چانس وي.

سرتاج عزيز ډاډ څرګند کړ، چې طالبانو سره د سولې او د پاکستان وړانديزونو په اړه به د روانې مياشتې په ۱۸ او ۱۹مه نېټه د څلور اړخيزې ناستې پر مهال مفصلې خبرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x