نظــر

غنى د انګلستان په وروستي سفر کي دري ځله شرمنده شوـ

ليکوال: سحر بهار

په انګلستان کى د فساد پر ضد نړيواله غونډه وه نو غني هم د ځان لپاره دا يو ښه ګټور فرصت وګاڼه تر څو په ياده غونډه کي ګډون وکړى او ځان په نړيوالو د فساد پر ضد يو فعال مبارز وپيژنى ولى د غني ناقص کارکردګي د غنى د نيک شهرت پر ځاي د بد شهرت موندلو لامل شوه او نړيوالو د فساد پر ضد د فعال مبارز پر ځاي د يوه لوي خاين او غله په څير وپيژانده .

برتانيي ته د ورتګ پر مهال، هلته ګڼ شمير برتانيه ميشتو افغانانو ولسمشر غنى ته د استقبال لپاره نه بلکى د احتجاج په توګه ولاړ وو، احتجاج کونکي افغانان چي اکثره يي لوستي ځوانان ول، په غني توندى نيوکى کولى او غل غنى غل شعارونه يي ورکول، لاريون کونکو په خپلو لاسونو کي بينرونه نيولى وو چى په يو لړ بينرونو غل حکومت او غل غني ليکلى و، همداراز په يوه غټ بينر ليکل شوى و، مونږ د افغانستان د غلو د حکومت مشر ته ښه راغلاست وايو او له انګلستانه يي غوښتى وو چى نور د غل غنى سره مالي مرستي بندى کړي .

د غنى لپاره دويم د د تذليل او سپکى وخت هغه شو چى کله د برتانيي لومړى وزير، په ځاي د دغه چى د يوه کوربه په حيث د غنى د ميلمتوب په خاطر د غنى سره سم چلند او احترام وکړى برعکس نوموړى د غونډي په جريان کى غنى ته د غله نسبت وکړ او د افغانستان حکومت يي د غلو حکومت وګاڼه.

غم د پاسه غم خو پر غنى هغه وخت جوړ شو چى کله د غنى د وينا پر مهال يو ځوان په غونډه کى ولاړ شو او په غونډه کى ميشت د ټولو هيوادونو د راغلو مشرانو تر مخ يي غنى ته سپک الفاظ وکارول او ورته کړه يي، ” ته خاين يي، ته دروغجن يي او تا تل دروغ ويلى دى “.

غنى خو هسى هم ډير ژر احساساتى کيږي خو چى کله يي د دريم ځل لپاره د خپلى توقع خلاف د نړى د مشرانو تر مخ ذليل شو نو د مخ رنګ يي يو سل و اتيا درجى تغير وکړ، باور وکړي، زه چى د غنى شديد مخالف يم، هم د ويډيو له کتلو وروسته مى پر غنى رحم وشو، ځکه هغه مهال چى غني يي له سټيج څخه لرى کاوو، ډير عاجز او شرمنده وو.

بلى خوا ته که په حقيقت سترګى پټي نه کړو، اوسنى څرګند حقايق د اعتراض کونکو ملاتړ کوى، همدا اوس تازه د غنى يو خاص محافظ د انسان تيښتوني په جرم تورن شو، دا شرمناکه او افسوسناکه خبره ارګ رسماً هم تائيد کړى.

د افغانستان له حالتو باخبر او د پيښو څيړونکى وايي غنى که څه هم مخکى په افغانانو کى مشهور نه وو خو کومو افغانانو چى پيژانده، د هغوى په زړونو کي يي د عالى زدکړو له کبله خاص ارزښت درلود ولى اوس چي شهرت يي زيات شو خو د ناسمى حکومتوالى او د طالبانو سره د جګړى د اوږد والى له کبله د خلکو په زړونو کي بي ارزښته شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کریم الله

دا کار مو سم نه دی نن ټکی والا مونږ ته د غنی توهین او د مهاجرو چنګیزیانو طرف کول هیڅ د منلو وړ نه ده هغوی یوازی غنی نه بلکه ټول افغانتسان هلته سپک کړ .
هیله ده د پردی پالو لیکنی دلته مه خپروی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x