مصر - په وینو او لمبو کي

طالبان: دیموکراسي هسي ډنډوري او تش شعارونه دي

نن ټکی آسیا: د طالبانو په رسمي ویب پاڼه (الاماره) کې دا ځل اونیزه تبصره د مصر حالاتو ته ځانګړې شوې. د (څوک ترورستان دي: ولسونه که ددوی وژونکي؟!!) تر سرلیک لاندې په یوه تازه تحلیل کې ویل شوي چي د مصر د پيښو څخه دا ښه جوته شوه، چي د غربیانو او امریکایانو د دیموکراسۍ ډنډورې هسي تش شعارونه دي، چي خپله امریکایان هم ورته ژمن نه دي.

د تبصرې لیکوال زیاتوي چي امریکا د دیموکراسي تر شا خپلي ګټي ګوري، که یی ګټه په دیموکراسي کي وه، بیایی په ټانګونو او الوتکو درباندي په زور تحمیلوي، او که یی ګټه په دیکتاتوري او عسکري نظام کي وه، بیا د خپل ټولو نعرو او شعارونو بر خلاف د هغه تر شا دریږي، او د هغه د کامیابه کولو لپاره دسیسې جوړوي.

په تبصره کې د ازادو او شفافو انتخاباتو په پایله کې د منتخب حکومت مثبتو نتایجو ته په اشارې ویل شوي چې د اخوان المسلمین په راتګ سره د نورو هیلو تر څنګ د بیت المقدس د ازادۍ او د فلسطین د مسئلې د یوې پرامنه حل لارې د موندلو هیلې او امیدونه راوټوکیدل، هماغه وه چې اسرائیلو او امریکا په ګډه د مصر سیکولر پوځي چارواکي وهڅول چې دغه حکومت له پښو وغورزوي او د فلسطیني، مصري او ټولې اسلامي نړۍ هیلې او آرزوګانې په اوبو لاهو کړي

د تبصرې لیکوال پرته له دې چې د کوم مشخص هیواد نوم ذکر کړي، په عام ډول د سیمې هیوادونه، چې ښايي مقصد یې سعودي عربستان او متحده عرب امارات وي، د اخوان المسلمین د حکومت په راپرزولو کې دخیل ګڼي.

د لیکوال په باور هغوی له دې ویریدل چې ددوی انجام به هم د حسني مبارک په څیر شي، ځکه یې د مصر د حالاتو د ګډوډولو لپاره د منتخب حکومت تر ړنګیدو وروسته په داسې حال کې په کودتاچیانو د میلیاردونو ډالرو باران جوړ کړ چې د مصر ولس په لارو او کوڅو کې په خپلو وینو لمبیدل.

لیکوال لیکي چې غربیان تل په اسلامي حرکتونو او خوځښتونو دا تور پورې کوي چې د ولس رایو ته اعتبار نه ورکوي، او همیشه غربي دیموکراسي چې ازاد انتخابات یې یو مهم رکن دی، د ستونزو یوازینی حل بولي، خو کله چې ولس په انتخاباتو کې اسلامي خوځښتونو او اشخاصو ته رایه ورکړې، تر هر چا وړاندې د دیموکراسۍ د همدغو ډنډورچیانو لخوا یې پر ضد توطئې جوړیږي او د ولس په رایو پل ایښودل کیږي.

لیکوال د بیلګې په توګه د مصر یادونه کوي چیرې چې ولس په قاطع اکثریت اخوان المسملین ته رایه ورکړې وه خو څرنګه چې د اخوانیانو اسلامي مفکوره د غرب او اسرائیلو له ګټو او منافعو سره په ټکر کې وه، د ولس ارادې ته په پوره بې اعتنایۍ سره منتخب حکومت راوپرزول شو، خو نړۍ ددغو وژنو، نیونو او وحشت په وړاندې چوپه خوله ده.

د دغې اونیزې تبصرې په پای کې د مصري ولس قرباني، صبر او تحمل ستایل شوي، او د پوځ لخوا د عامو خلکو د وژنو غندنه شوې، او له دنیاوالو غوښتنه شوې چې د مظلومو ولسونو ترڅنګ ودریږي او پرینږدي چې ظالمان د ولسونو په برخلیک لوبې وکړي.

باید وویل شي چي د روانی میاشتي اګست پر ۱۴ او ۱۶ نیټې باندي د پوځي کودتا په ضد راوتلي په زرګونو ولسي وګړي په بی رحمۍ سره ووژل شول او زیات شمېر په بندي خانو کي واچول شول، چي په هغو کي د اخوان المسلمین د ډلي مهم مشران لکه محمد بدیع او نور شامل دي.

طالبانو ددې تر مخه هم د یوې اعلامې په صادرولو سره په مصر کي د امریکا او خلیجي هیوادونو په مرسته فوځي کودتا غندلې وه، خو دا ځل یې د هغو ډلییز وژنو او نیونو غندنه هم کړې چي په دې وروستیو کي د فوځ له خوا په مصر کي تر سره شوې، او یا روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx