ټولنیزه برخه

د استاد او کتاب اهميت!

لیکوال حسیب الله کامل
لیکوال حسیب الله کامل

ليکوال: حسيب الله کامل

استاد او کتاب، دواړه د انسان ژوند پورې تړلي هغه اړين او ارزښتمن توکي دي، چې د انسانيت د سرلوړی او عزتمندۍ راز په همدې دوو ټکو کې نغښتي؛ کتاب د انسان په ژوند کې د يو نېمکرغه، صالح، متواضع او همفکره ملګري په توګه پيژندل شوی، د داسې ملګري په توګه چې همېش د انسان په ګټه او خوښه څرخيږي. هغه څوک د زمکې پر مخ بريمن دي، چې د هغوي د ژوند تړاو له کتاب سره وي، د داسې کتاب سره چې د هغه په دنيوي او اخروي ژوند کې مثبت اوښتون راولاړ کړي.

که کتاب د انساني ژوند د غوره او ارزښتمن توکي په نوم پيژندل کيږي، نو دلته د استاد (ښوونکي) د ارزښت او مهموالي خبره هم راولاړيږي، د کتاب تور ټکي چې د انسان په ژوند کې د جزري تحول سبب ګرځي، زده کړې او تفهيم ته اړتيا لري، چې د تفهيم دغه دروند بار ښوونکی په اوږه باندې اخلي، ښوونکی د ټولنې هغه قدرمن او باعزته څېره ده، چې د جهالت د ګريوان څېرلو لپاره مبارزه کوي، په ټولنه کې د پوهې او عرفان ډيوې روښانه کوي، خزان وهلي زړونه د علم په چينه خړوبوي، د کتاب زده کړې ته خلک رابولي او د دغه زده کړې رسالت ته اوږه ورکوي، نو له دې ځايه ويلای شو، چې په ټولنه کې د استاد اهميت تر بل هر چا لوړ او زيات دی.

په تاريخي رواياتو کې د هارون الرشيد په اړه راځي، چې د خپلو زامنو لپاره يې استاد نيولی وو، زامنو به يې د استاد ډير زيات قدر او درناوی کاوه، تر دې چې يوه ورځ يې د هغه د پڼو په سمولو په خپلو منځونو کې شخړه پيل کړه، دغه حالت هارون الرشيد د خپلې خونې نه وڅاره او بله ورځ باندې يې استاد راوغوښت ترينه يې وپوښتل، چې په دنيا کې تر ټولو قدرمن انسان څوک دی؟ استاد ورته وويل: د وخت پاچا تر ټولو قدرمن دی! هارون الرشيد ورته وويل: نه، هغه څوک قدرمن دی، چې د پاچا زامن يې د پڼو په سمولو جنجال او شخړه کوي.

د انساني تاريخ په ټولو ادوارو کې، خلکو د وخت د ښوونکو قدر او درناوی کړی، تر ننه هم د نړۍ په ټولو ولسونو کې د استاد قدر او احترام دود دی او ټول انسانان ورته په احترام قائل دي.

لنډه دا چې استاد او کتاب د ټولنې هغه اړين او مهم توکي دی، چې  د ټولنې د سمون او رغونې راز د دوي په شتون  او ژوند کې نغښتی او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

استاد او کتاب په زده کړه کې لازم او ملزوم دي.

هغه چې بې کتابه یې له استادانو زده کړې او یا یې له استاد پرته کتابونه لوستي ژوندی مثال یې ښاغلی حکمتیار صیب ده چې پوهه یې ځان او ټولنې ته د ګټې پر ځای زیان او د فتنو اسباب زیږوي.

الحاج استا ذ بیانزی

د استاذ او کتاب له اهمیت چه علم او عالم هم یادیږی ، د قران اولنی ایت نزول په اقرا ( لوستلو ) سره شوی ، د انسانانو توپیر د حیواناتو سره په هم دی متفکرو مغزو او علم سره شوی ، حتی هماغه بی علمه کسان چه وینی به تویوی او فساد به کوی د هغوی مخنیوی د همدغه علم او استاد په واسطه ترسره کیږی مګر په پورتنی نوشته کی دا نه دی ویل شوی چه کوم استاذ او کوم کتاب بد او ښه اساذان او کتابونه شته ، چه یو بل نفی کوی ، یو دبل سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x