نظــر

آخر د شرم په نوم هم څه پیژنې؟!

شبیراحمد عثماني

کله چې کومو نړیوالو غونډو ته دیوه هیواد ولسمشر درومي نو له ځانه سره خپل هیواد او ولس ته، کړي خدمتونه یو ویاړ ګڼي او پدې باور وي چې د موجوده امکاناتو په صورت کې یې تر نورو خپل هیواد او هیوادوالو ته غوره خدمتونه کړیدي.

هغه غونډې چې په کومه ځانګړي موضوع راڅرخي دهغې لپاره خو بیخي په نهایي ډول خپل خدمتونه، فعالیتونه او مثبتې نتیجې دیو مستند لیست په بڼه له ځانه سره وړي او په غونډه کې په ډیره هسکه غاړه ترې یادونه کوي.

خو زمونږ دملي وحدت حکومت مشر په داسې مهال د لندن په غونډه کې ګډون کوي. چې دبرطانیې صدراعظم د ریشخند په ډول د برطانیې ملکې ته وویل چې دافغانستان او نائجیریا ولسمشران هم پدې غونډه کې ګډون کوي!؟

حقیقت دادی چې زمونږ په هیواد کې یو داسې حکومت واکمن دی چې دنړۍ د ټولو مرستو څخه برخمن خو سر تر پایه په فساد کې ډوب دی. نه خو نړیوالې مرستې پخپل ځای کې مصرفیږي او نه هم دهیواد خپل عوائد په کامل ډول د دولت بودیجې ته تحویل کیږي بلکې هیوادني عوائد د بهرنیو مرستو سره یو ځای په پوره بیشرمۍ شخصي جیبونو ته روان دي.

له یوې خوا مو هیواد او ولس دامریکا او ناټو لخوا په تپل شوي جګړه کې ښکیل دی له بله اړخه د مفسدو واکمنانو له کړنو کړیږي. راځئ دا وګورو چې دملي وحدت حکومت مشر اشرف غني په کوم حالت کې د لندن په غونډه کې ګډون وکړ؟!

د کابل بانک د غبن په اړه کوم اقدامات ترسره شوي آیا له کابل بانک نه غلا شوي پیسې بانک ته واپس راوړل شوي؟ په غلا تورن کسان نیول شوي او سزا ورکړل شوي؟ که مجرمین خلاصې تڼۍ ګرځي او څوک کاږه هم نشي ورته کتلی.

لکونه جریبه دولتي ځمکې د غاصبینو له منګولو وتلي؟ او که غاصبین لا هم دحکومت په لوړو پوستونو کې ګمارل شويدي؟ خو مونږ یې د سر په سترګو وینو چې په ملي وحدت حکومت کې واکمن باصلاحیته او عزتمند چارواکي هغه څوک دي چې زیاتې دولتي ځمکې یې غصب کړی او په فساد کې ښکیل دي. د بلخ والي عطا محمد نور ته به څوک څه ووایي؟ سیاف ته به څوک څه ووایي؟ او ….

د دفاع وزارت پخواني وزیر بسم الله محمدي چې د دفاع وزارت ټول ۹۰۰ ملیون ډالریې غلا کړي او همدا اوس په لویه څارنوالي او دتدارکاتو په کمیسیون کې د درې سوه ملیون ډالرو دفساد دوسیه لري چا محکمې ته راکش کړی؟ نا، کوم داسې نر واکمن شته چې پدې اړه خوله ویته کړي؟!

قاضیان او څارنوالان چې هره دوسیه ورته دیوې لنګې غوا حیثیت لري په ورځیني ډول په ډیره بیرحمۍ خپل مراجعین تروړي خپل جائز حقوق له رشوت پرته نشي ترلاسه کولی. په هرات کې خو یو تن چې پوره اووه کاله بې تحقیقه بندي وه ښځه یې ژوندۍ ګرځيده خو ده یې د وژنې جزا ولیده. باید ووایو چې دطالب او تروریست تر نامه لاندې یو شپونکي هم داعدام سزا ولیده پداسې حال کې چې شپونکی دومره ساده او ناپوه و چې د اعدام په نامه هم نه پوهیده.

د مشرانو جرګې د وکیلانو له قوله د ۲۰۰۰ دوو زرو نه زیات بندیان بې له کوم جرم اوبې له کومې محکمې په زندانونو کې پراته دي. آخر ولې؟ شاید دا به ولس ته ددوی دخدمت په مانا وي؟!؟

د دفاع، کورنیو چارواو پوهنې وزارتونو په تشکیلاتو کې خیالي عسکر او ښوونکي خوکه یاد نکړو هم تشکیلات او هم په چارو کې نه پرمختګ یې پخپله چیغې وهي.

له دې ور ها خوا د ملي وحدت حکومت مشر پداسې حال کې د لندن په غونډه کې وینا او ګډون وکړ چې دغونډې بهر سلګونه افغانانو د یو ستر لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکول او اشرف غني یې د یو مفسد (غل) او خائن په توګه یاداوه. دغونډو ګډون کوونکو ته اشرف غني دفساد پرضد په قلقلو خپل فعالیتونه یادول خو له غونډې بهرافغانانو دده ټولې خبرې تکذیبولې. حتی په غونډه کې دده دوینا پروخت یو تن ورته راپورته شو او په لوړ غږ یې ورته وویل : ته دروغژن یې ، ته خائن یې او ته …….

راځئ له دینه خبرشو چې اشرف غني په داسې حال کې د نړۍ نورو مشرانو ته پخپلو ادعاوو او خبرو دوکه ورکوي چې پخپل هیواد کې یې حکومت له بشپړې ناکامۍ سره مخ او ولسونه یې دکړنوپرضد پراخ لاریونونه کوي نظامي ځواکونه یې د طالبانو دعمري عملیاتو په وړاندې درنې ماتې زغمي.

نن ، پرون او وړمه ورځ د میدان وردګو، فاریاب او غزني ولایتونوکې د پنځو تنو طالبانو اوشپونکي د اعدام پر ضد پراخ لاریونه ترسره شول د اشرف غني لخوا د طالبانو د اعدام اقدام یې په سختو ټکو وغانده او د عدل او انصاف په نه عملي کولو کې یې اشرف غني پړ او ملامت وباله.

د بښنې ڼړیوالې ادارې یې هم دا اقدام د نه منلو وړ بللی دی او ترینه غوښتي یې دي چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

دتیرې میاشتې راهیسې خو پریږده نن او پرون دملي وحدت حکومت وسلوالو ځواکونو د توقع پرخلاف ماتې خوړلي.

دبیلګي په توګه: دغور ولایت په شینکوټ ولسوالۍ کې ۲ پوسې په بشپړه توګه طالبانو نیولي، ۱۱ تنه عسکر یې وژلي او ټپیان کړي.

دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې طالبانو ۷ اووه پوستې نیولي ۲۱ تنه عسکریې وژلي او ټپیان کړي،همدا راز یې ۵ عرادي موټر ، لس عرادي موټرسایکلان ، یوه دهشکه ، یو هاوان ، ۲ ثقیلان او ۱۹ کلاشنکوفونه یې هم له حکومتي ځواکونو نیولي دي.

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ غازي خانخیلوپه سیمه کې داربکیانو څلور قوماندانان (قوماندان دلاور، قوماندان سیلاب، قوماندان عبدالرحمان او قوماندان صحب، چي په سیمه کې د اربکیانو د مشر قومندان عبدالحکیم اخندزاده زوی دی) ۸ تنه اربکیان وژل شوي، ۵ تنه نور مرګوني ټپیان شویدي.

خو د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې ۱۹ تنه پولیس او اربکیان پخپله خوښه طالبانو ته تسلیم شویدي، د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د سنجتو په سیمه کې له یوې سترې قرارګاه څخه وسلوالو ځواکونو تیښته کړي د یوټانګ په شمول یې په زیاته اندازه پوځي توکي مهمات طالبانو ته پرځای پریښي دي خو دتیښتې پروخت هم طالبانو د دوی دوه ټانګونه له منځه وړی دي.

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په مختلفو (قیصرخیل، جوی کهنه او کوږچنار) سیمو کې طالبانو د حکومتي ځواکونو نه یو بیس او څلور پوستې نیولي ، د مشهور قوماندان خیرالله (سګ) په ګډون ۶  تنه پولیس او اربکیان قتل، ۸ نور یې مرګوني ټپیان کړي، ۴ تنه عسکر، ۱ پولیس او ۳ تنه اربکیان یې ژوندي د اسیرانو په توګه بیولي دي.

د لغمان ولایت بادپخ ولسوالۍ اړوند کافرګلي سیمه کې اربکیانو د طالبانو کارنده بریدونو له ویري له ۴ مهمو پوستو تیتښته کړیده.

دا (مشت نمونه یې خروار) دي له دې علاوه په غزني، سرپل، هلمند، اروزګان او یو شمیر نورو ولایتونوکې دملي وحدت حکومت عسکرو له لسګونو مرکزونو او پوستو پښې سپکي کړي دي.

د دینه معلومه شوه چې د ملي وحدت حکومت په تمامه مانا شړیدلی، ناکام، شرمیدلی او د ولس له هر قسم مرستې محروم دی مګردامریکا او ناټوپه زور یې ملت یرغمل کړی او د لندن په غونډه کې دیومفسد(غل) او د ولسي ملاتړه محروم پاچا په توګه برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x