شعـــــرونه

غزل: هاشم سادات

هاشم سادات

نه چا مینه راکړه نه جهان راسره وژړل
خپلې بې وسۍ ته مې ګریوان راسره وژړل

ماچې د خپل ژوند کيسه ټپه کې زمزمه کړله
غر،نښتر، چنار او بیابان راسره وژړل

څوک چې په سینه کې لکه کانړې غوندې زړه لري
نن زما په حال هغه انسان راسره وژړل

ماچې په اوږو د خپل امید جنازه بار کړله
سم په چغو چغو مې ارمان راسره وژړل

شپه وه تنهايي وه  او زما مظلومې اوښکې وې
ستورې په ژړا وو هم اسمان راسره وژړل

مینې نه خبر وو هم یې درد د زړګي پیژندل
نن ستا سو د کلي مشر خان راسره وژړل

اوښکې مې هاشمه بې اختیاره په رخسار راغلې
کله چې په غم کې مې جانان راسره وژړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
asrar wesal

اروایي جګړه څوورځې مخکې دکابل تعلیم اوتربیې پوهنتون دارواپوهنې تکړه اوځوان استاد شراف الدین عظیمي یوسیمینار ته تللی وم، ډېره جالبه موضوع یې انتخاب کړې وه ، ( فکري جنګ) په اړه غږېده داروایي جګړې په علایموغږېده ، جالبه په وه چې دفکري جنګ هره علامه به یې ویله په هډونو کې به مې یخې اوبه تلې ، ځکه هره علامه به چې استاد ویله فکرمې کاوه لکه استاد چې دافغانستان له روانوحالاتوخبرې کوي. هغه لارې چارې چې د فکري جګړې لپاره په کاروړکیږي ټولې یې په افغانستان کې روانې دي. دبېلګې په ډول : په هغه هېواد کې چې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x