شعـــــرونه

نعت: عبيد شينواری

عبيد شينواری

په نړۍ دجهالت تیارې خپرې وې
په کعبه کې به بتانوته سجدې وې

چې ژوندۍ لوربه یی کړه ترخاورولاندې
نوپلرونوبه یې فخرکړو،ورباندې

دښمنۍ وې بدبینۍ وې،جهالت و
دتعصب په اورکې سوی ټول ملت و

ستاراتګ ونړیوالوته ډیوه شوه
ستارڼاپه هرې لورې کې خوره شوه

تاراټول جلاقومونه په یودین کړل
باخبردې انسانان له خپل آیین کړلـ

تادژوندپه معناپوهه هرانسان کړ
ستاله رویه رب پیداواړه جهان کړ

مجاهدوې،عربي وی،قریشي وي
ته سرداردانبیاوو،دټولګي وی

که یوسف ته دښځمنوګوتې پرې شوې
ستاښکلاته هم حیرانې پرښتې شوې

تایثرب په مدینه باندې بدل کړ
په اخلاقودی دهرچازړګی خپل کړ

ستاپه عشق کې زلمي پورته په دارشو
قرباني ستاپه مسیراوستاپه لارشو

زه عبیدستاامتي یم ګنهګاریم
زه هم ستادشفاعت په انتظاریم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x