زاخېلوال: د پاکستان لوی درستیز د تورخم د دروازې د خلاصولو امر وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي چې د تورخم دراوزې د بندېدو په اړه یې له راحیل شریف سره تفصیلي ناسته کړې او هغه خپلو ځواکونو ته امر کړی چې دروزاه همدا اوس خلاص کړي.

نن څلورمه ورځ وه چې د تورخم دروازه د پاکستان سرحدي ځواکونو لخوا د مسافرو، مریضانو او سوداګرو پر مخ تړل شوې وه.

د دغې دروازې د بندښت لوی لامل دا ښودل شوی و چې افغان پوله ساتو ځواکونو د یوه پاخه پول دجوړېدو مخالفت کړی او دا کار يې د سرحدي اصولو خلاف ګڼلی و.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر زاخېلوال اوس تازه په خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د تورخم او د افغانستان او پاکستان د اړیکو او ژورو ستونزو او عواملو اړوند اوږده ناسته درلودله.

هغه زیاته کړې چې د خبرو اترو په پایله کې راحیل شریف خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د تورخم دروازه «همدا شېبه» د مسافرو او سوداګریزو توکو په مخ خلاصه کړي.

پرون زاخېلوال په افغانانو غږ کړی و چې د ملي ګټو او افغاني غرور د ساتنې ټولې ستونزې وګالي او په دوی داسې فشار راونه وړي چې په هر قیمت د تورخم د لارې د خلاصولو په موخه یوې نتیجې ته ورسیږي. «ستاسې د زغم او حوصلې پایله به بېشکه د موضوع د بهتر او ابرومندانه حل په ګټه وي».

زاخېلوال له امریکا غږ رادیو سره هم په مرکه کې ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال یې هغوی ته ویلي چې د سرحدونو په سره راپیداونکي شخړو په نتیجه کې باید ولسونو ته ضرر ونه ورسوي او د افغانستان ضرورت نه باید د «خوږې گوتې نه د نیولو» کار وانخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د