شعـــــرونه

وحدت – قتيل خوږياڼى

اجــتمـــاع د گــل د پــاڼو ښــكـــلــى راز دى د وحدت
مـعــطـــر چې پــرې دمـاغ شـي دا انداز دى د وحدت

كــنډوالـــــې چې د وطــن شــي گلـكـڅــونـــه گلشنونه
لــه آســمـان ځنـــې راغلـى خــــوږ آواز دى د وحدت

كنــډرونــو كې چې مـينــه بيا سندرې شي خوښي شي
د لاســـو هــره تـــــڼاكــــــه امــتــيـــــاز دى د وحدت

چې لــه كــنجـــه يــــې پــورتـه شي آواز د دايره گانو
هــر قـــدم د ورورولـــۍ كې مـينــه ساز دى د وحدت

چې هر گام يې خوشحالي شي كونډې وخاندي بچو ته
چې پــــه وچــو شونډو باندې موسكا ناز دى د وحدت

د شاعـــر د شعر توري سره گلــــونــــه د اوربل شي
هـــر نظــر يې محبت شي ورك غمـــاز دى د وحدت

چې راپورته كړي بېوزلى اوښكې وچې شي د ورارو
د ټپــي زړگــي مرغـــۍ تـه جوړ پرواز دى د وحدت

مينــې زړه راپـارولـى ســړيتوب غـواړي انسان ته !
ژونــد د خوارو تل خوږيږي سوز گداز دى د وحدت

د قتيل زړه به ژوندى شي كه وحدت زمونږ تامين شي
افــتــخــار د يــــو ملت تـــه راز و نيــاز دى د وحدت

(د وږي دوه يمه ۱۳۹۲ل ، كابل – واصل آباد)

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x