طاهر خان: د پاکستان له لوري د تورخم پولې تړل يوه تېروتنه ده – مرکه

طاهر خان اسلام اباد مېشتی ژورنالېست دی، د سيمې او افغانستان په حالاتو ژور نظر لري، نږدې پنځه ويشت کاله يې بي بي سي او ګڼو نورو رسنيو سره د ژورناليست او مبصر په توګه کار کړی. نن ټکی اسيا وپتيله، چې د تورخم دروازې او اړوندو موضوعاتو د کړکېچ، لاملونو او حل په اړه ورسره مرکه وكړي. له ښاغلي طاهرخان مننه کوو، خو د نوموړي د بوختياوو له امله موږ ونه توانېدو، چې مرکه پر وخت خپره شي، هيله ده، درانه لوستونکي مو عذر مو ومني. اداره

—–

نن ټکی اسيا:نن څلورمه ورځ ده، چې د تورخم لار د مسافرو پر مخ تړل شوې، د دې کار اصلي علت څه شی دی؟

طاهر خان: لومړۍ خبره خو دا ده، چې د پاکستان له لوري د تورخم پولې تړل يوه تېروتنه ده ځکه د ډيورينډ کرښې په اړه دا تړون شوی و، چې د کرښې دواړو لوريو ته پنځه پنځه کيلومټره اوسېدونکي به له هر ډول اسنادو پرته تګ راتګ کولای شي، البته حکومتونه کولای شي، چې پر دې لاره د تلونکو کسانو په اړه پوښتنې وکړي، مګر د لارې تړل نامناسبه کار دی.

ژورناليست او شنونکی طاهر خان

ژورناليست او شنونکی طاهر خان

زما په فکر، چې د دواړو هېوادونو تر منځ، چې کوم سياسي اختلافات دي، چاوراکي هڅه کوي، چې زور يې بل ځای راوباسي او دا کار ځکه غلط دی، چې په افغانستان کې چې د پاکستان په اړه کومه بدګوماني او بې باوري ده، دې سره به نوره هم زياته شي.

څه موده وړاندې ګيلپ او امريکا غږ ادارې يوه عمومي سروې کړې وه، چې په افغانستان کې د پاکستان د محبوبيت په اړه وركې پوښتنه شوې وه ، چې څه د پاسه درې سلنه خلک پاکستان خوښوي، دا سلنه د داعش له محبوبيته هم کمه ده او پاکستان، چې په تېرو کلونو کې افغان کډوالو سره کومې مرستې او همکارۍ کړې، په دغو کړنو يې د خپل ټول عمر ښه په اوبو لاهو کړل.

که بالفرض افغان حکومت څه تېروتنه کړي وي، نو تورخم دروازه بندول يې غير مناسب غبرګون دی.

نن ټکی اسيا: تاسې په خپلو خبرو کې سياسي اختلافاتو ته اشاره وکړه، ايا کولای شئ، چې دغه سياسي اختلافات په ګوته کړئ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسی اختلاف ټکي کوم دي؟

طاهر خان: له تېرو څو کالو راهيسې، افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې طالبان د سولې خبرو ته کينولی شي، مګر نه يې کينوي. زما په فکر دا خبره نا سمه ده امريکا او چين هم پر دې خبره پوهيږي، چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري د کنټرول خبره زما په ګومان بې ځايه ده. هو که د زور او فشار خبره شي، نو پاکستان به يو ځل دا کار وکړي، بيا يې نه شي کولای او پايله به يې هم ناسمه وي.

زه په دې اړه اکثره يو مثال ورکوم، هغه دا، که پر طالبانو د پاکستان اغېز وای، نو پاکستان به هېڅکله اجازه نه وای ورکړې، چې طالبان دې په قطر کې خپل دفتر خلاص کړي. د قطر دفتر پخواني مشر طيب اغا سره هم د پاکستان اړيکې ښې نه وې او پاکستان پر هغه ډېر فشار راوړ، مګر د پاکستان فشار پر هغه هېڅ اغېز ونه کړ او زه، چې څومره افغان سياستوالو، عامو خلکو او طالب مشرانو سره د سکايپ او انټرنيټ له لارې اړيکې لرم، دوی په دې نظر دي، چې پاکستان زموږ ګاونډي هېواد دی، خو موږ په خپلو چارو کې چا ته د مداخلې حق نه ورکوو.

حتا د حکمتيار هم دا نظر دی. څو ورځې وړاندې ما د حکمتيار هغه ليک وليد، چې خپلو خلکو ته يې رالېږلی و، چې که پاکستان درته وايي، افغان حکومت سره مذاکرات وکړئ، مه يې کوئ، مګر که افغانستان غوښتنه وکړي، ورشئ او خبرې ورسره وکړئ. بله دا، چې حکمتيار د خبرو لپاره د پاکستان پر ځای خپل استازي له اروپا راوغوښتل او له پاکستانه يې هم راونه غوښتل، د دې لپاره، چې د چا اغېز پرې نه وي او بيا وروسته، چې خبرې مخکې لاړې له پاکستانه يې غيرت بهير او قاضي حکيم ورولېږل.

اصل کې افغانستان، چې له پاکستانه د سولې په اړه کومې غوښتنې کوي، دا ډېره غير منطقي دي؛ ځکه چې پاکستان به يې يو ځل په زور کينوي، مګر هر کار په زور نه کيږي او نه به ښې پايلې ولري.

زه په خپله د ژورنالېست په توګه په افغانستان کې د هر ډول تشدد او جګړې خلاف يم، چې له هر لوري څوک مري، نو هغه افغان دی او بايد داسې کار ونه شي، مګر موږ ګوروو چې طالبانو د عمري په نوم عمليات اعلان کړي، په عين وخت کې حکومت د شفق په نوم عمليات پيل کړي، په خپله حکمت کرزي ما ته ويلي، چې د سولې هڅې او جګړه به يو ځای روانه وي. زما په فکر تر څو، چې افغانستان کې اوربند نه وي شوی او جګړه روانه وي، نو دې وخت کې د سولې خبرې ګټورې نه دي او د افغان حکومت څرګندونې هم سمې نه برېښي.

د ساري په توګه تېره مياشت، چې طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د استخباراتو پر دفتر موټر بم بريد وکړ، نو راځئ دا پوښتنه وکړو، چې دا موټر له کوم ځايه راغی؟ اوس که دا موټر له پاکستانه راغلی وي، نو که په تور خم راغلی وي، نو دا خو څو ساعته لار ده او که له چمنه تللی وي، نو دا خو بيا نوره هم اوږده ده. دغه وخت کې بايد دا پوښتنه وشي، چې د افغان امنيتي او استخباراتي ادارو صلاحيت او وړتيا چېرته لاړه.

زما په ګومان افغانستان کې د ملي يووالي حکومت خپلې کمزورۍ او خپلمنځي اختلافاتو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او دوی غواړي، چې د خپلې هرې کمزرۍ پړه پر پاکستان واچوي او ځان د خپلو خلکو له پوښتنې خلاص کړي.
که په هرات کې هم يوه پېښه وشي، نو پر ځای د دې، چې پر ايران يا بل چا يې پړه واچول شي، افغان حکومت يې پړه پر پاکستان اچوي. د افغان حکومت له لوري دغه ډول تورونه سم کار نه دی او د پاکستان له خوا بيا دغه ډول ځواب، چې د تورخم دروازه دې وتړي، دا سم کار نه دی. دواړه حکومتونه بايد د خپلو ولسونو ستونزو او کړاوونو ته وګوري او د ولسونو په ګټه پرېکړي وکړي.

افغان ولسمشر ملي شورا ته په خپله رسمي وينا کې وويل، چې دوی به د پاکستان پر ضد په نړيوال فورم کې غږ پورته کړي او پاکستان به له سياسي انزوا سره مخ کړي، نو دا کار افغانستان لپاره څنګه ممکن دی؟ ګورئ، چې د برېښنا په اړه دا اوس د پاکستان لومړی وزير او د افغانستان اجراييه رييس دوشنبې کې يو ځای دی، د ټاپي پروژه د افغانستان او پاکستان ګډه پروژه ده، په سارک، شانګهای او ګڼو نورو نړيوالو فورومونو دواړه هېوادونه سره يو دي، نو دوی څنګه کولای شي، چې پاکستان دې له سياسي انزوا سره مخ کړي.

د افغانستان او پاکستان اوږده ګډه پوله ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ دښمني ناشونې ده، دا څلورمه ورځ ده، چې تورخم پوله تړل شوې، دواړو هېوادونو ته يې ميليونونو ډالر زيان اوښتی، خان جان الکوزي نن سهار رسنيو ته وويل، چې د تورخم پولې د بندېدو له امله زرګونو لارۍ له مالونو ډکې ولاړې دي، سوداګري په ټپه ولاړه ده او د لکونو خلکو کاروبار دواړو خواوو ته خراب دی. دلته، چې څومره مېوې او سبزي راځي، له افغانستانه په ډېره ارزانه قيمت راځي او پاکستان بايد «د ساده‌ګۍ دا کارونه ونه کړي، چې د خپل سياسي مخالفت لپاره تورخم دروازه وتړي.»

نن ټکی اسيا: ګڼ کابل مېشتي ژورنالېستان او فعالان پر حکومت نيوکې کوي، چې سوله له پاکستان سره کوي او جګړه بيا د طالب پر خلاف اعلانوي، نو دوی، چې سوله له چا سره کوي، جګړه هم بايد له هغو سره اعلان کړي. ستاسې نظر په دې اړه څه دی؟

طاهر خان: ګورئ، د افغان سولې په اړه زما نظر دا دی، چې د افغان حکومت په اړه ګڼ تړونونه له هېواده بهر شوي دي. د حامد کرزي مثال د ټولو مخې ته دی، چې په جرمني کې د بن کنفرانس له مخې ولسمشر وټاکل شو، همدا رنګه د حضرت صبغة الله مجددي او رباني حکومتونه هم په اسلام اباد کې جوړ شول. اوس هم افغان حکومت کولای شي، چې طالبانو سره د خبرو لپاره د هغوی سياسي دفتر ته ورشي او روانې غميزې ته د پای ټکی کېږدي او پاکستان دا حق نه لري، چې په دې اړه خپل ځان ټيکه دار اعلان کړي.

دا اوس، چې اشرف غني وايي، چې زه له پاکستانه سوله نه غواړم، ده بايد دا خبره لا له پخوا کړې وای او د افغان قومي مشرانو او مخورو په واسطه يې طالبانو سره مخامخ خبرې کړې وای. افغانستان کې داسې خلک ډېر زيات دي، چې حکومت او طالبانو دواړو ته د منلو او درناوي وړ وي.

د پګواش غونډه کې، چې د طالبانو د قطر دفتر مشر کومې خبرې وکړې، د هغې معنا دا ده، چې دوی سوله غواړي؟

د قطر دفتر له پرانستو دوه کاله وړاندې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې شوي او په پايله کې يې دغه دفتر پرانستل شو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ګڼ طالبان له زندانه خلاص کړل، مګر طالبانو بيا هم پر کرزي باور نه کاو، لامل يې دا و، چې د کرزي د واکمنۍ په لومړيو کې، چې د کرزي او طالبانو ترمنځ تړون شوی و، چې کوم طالبان پر کور کيني، حکومت به څه ورته نه وايي، هغه مهال افغان امنيتي ځواکونو او بهرنيو عسکرو د طالبانو پر کورونو چاپې وهلې ، بريدونه يې کول او دوی يې وژل يا يې زندان ته لېږل. نو زه دا وايم، چې طالبان خو د افغان حکومت او امريکايانو د بريدونو، چاپو او وژنو له امله جګړې ته اړ شوي دي.
طالبان، چې اوس افغان حکومت سره خبرو ته نه کيني، لامل يې دا دی، چې دوی پرې باور نه لري.

زما په فکر طالبان د سولې خبرو ته لېوالتيا لري، هغه ځکه، چې په هره غير حکومتي غونډه کې يې د سولې په موخه ګډون کړی، د پګواش، فرانسې، جاپان، ناروې او نورو غونډو کې يې ګډون کړی دی. د دې معنا دا ده، چې طالبان خبرې کول غواړي، مګر افغان حکومت سره د خبرو واک او اختيار نه شته.

د طالبانو غوښتنې منطقي دي، مګر يو شمېر افغان چارواکي په لوی لاس نه غواړي، چې طالبان سولې ته حاضر شي.

که د بنديانو خبره شي، نو امريکا د خپل يو عسکر په مقابل کې د طالبانو پنځه مشران خوشې نه کړل؟ ايا امريکا د معتصم اغاجان، ملا ضعيف او ګڼو نورو مشرانو نومونه له تور لېسته ونه ويستل؟ خو که سړی سپينه خبره وکړي، ګڼ افغان مشران په ښکاره د سولې مخالفت کوي.

د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم، عطاء نور، احمدضيا مسعود، سياف، محقق او ګڼ نور مشران په ښکاره طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفت کوي.

نن ټکی اسيا: ايا د تورخم دروازې ستونزه به لنډو ورځو کې حل شي او د حل لارې چارې يې څه دي، چې د دواړو خواوو خلکو ته اسانتيا پيدا شي؟

طاهر خان: زما خيال دا دی، چې هره ستونزه او مشکل وي، دا د پاکستان لويه تېروتنه ده، چې د تورخم پوله تړي او دا کار په هېڅ صورت کې جواز نه لري. که خبره د اغزن تار وي او که بله سياسي مسئله وي، بايد په غبرګون کې يې تورخم دروازه ونه تړل شي؛ ځکه چې پاکستان ته يې هم ډېر زيات زيان اوړي.

دا تېره ورځ، چې د دواړو حکومتونو کوم پلاوي راغلي خبرې يې بې پايلې شوي، که پاکستان خپل خير غواړي، نو بايد په ډېر احتياط ګام پورته کړي؛ ځکه چې زموږ هېواد له پخوا له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د پاکستان په اړه، چې اوس افغانستان کې د پاکستان په اړه کومې بې باورۍ، ګيلې او شکونه دي، دې سره به نورې هم زياتې شي. د تورخم پولې په تړلو دا ستونزه نه حل کيږي او د دې لپاره بايد له ژور عقل او فکر څخه کار واخيستل شي.

لږ مخکې ما له روستم شاه مومند سره خبره وکړه، سره له دې، چې هغه پاکستانی دی، مګر په دې کار ډېر زيات خوابدی و. هغه ويل، چې دا کار د ستونزې د حل پر ځای مشکلات زياتوي او پاکستان بايد دا کار نه وای کړی.

همدا رنګه افغان چارواکي هم د ارامتيا پر ځای له تاوتريخوالي ډکې څرګندونې کوي، تاسې د ولسمشر، د مشرانو جرګې رييس مسلميار او نورو چارواکو څرګندونو ته زير شئ، د ښه والی پر ځای خبره تاوتريخوالي لور ته بيايي. دې سره بيا پاکستان دا فکر کوي، چې افغان حکومت د پاکستان پر ضد د جګړې او تاوتريخوالي د خپرولو يوه پاليسي جوړه کړې، نو په مقابل کې به دوی هم ورته تياری کوي. دا ستونزې يوازې هغه مهال هواردېدای شي، چې دواړه لوري، له زغم، صبر او حکمته کار واخلي.

نن ټکی اسيا: له تېرو څو کالو راهيسې، موږ تاسې اورو، چې پاکستاني پوځيان په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتيکا او کندهار کې وخت پر وخت توغنديز بريدونه کوي او د دغو سيمو ځايي خلک وايي، چې پاکستاني پوځيانو په افغان خاوره کې د ننه خپل تاسيسات جوړ کړي. د دې خبرو تر شا اصلي لامل څه کېدای شي؟

طاهر خان: پاکستان دا وايي، چې د افغانستان له خاورې پر دوی بريدونه کيږي او يا په دغه سيمه کې پاکستاني طالبان مېشت دي. زما په ګومان پاکستان، چې څه کوي، دا يو غلطي ده؛ ځکه، چې يو خو دلته ډيورينډ کرښه ده، چې پاکستان ورته سرحد وايي. يو خو پاکستاني پوځيان د افغانستان پولې ته درناوی نه کوي او بله دا، چې پاکستان څه پوهېږي، چې د دوی په توغندي به هماغه پاکستانی طالب لګيږي، چې پر دوی يې بريد کړی دی. زما په نظر پاکستان دا حق نه لري، چې پر افغان خاوره بريد وکړي او که کوم شکايت لري، نو بايد د نړيوال فورم له مخې دا ستونزه حل کړي.

نن ټکی اسيا: د ملي يووالي حکومت له پیل سره داسې اوازې شوې، چې ولسمشر غني له پاکستان سره د ډېورنډ پر رسمیت د هو سر خوځولی، تاسې ترې څومره خبر یاست؟

طاهر خان: پاکستان خو به خامخا دا غوښتنه کوي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دا وايي، چې پاکستان ترې د ډيورينډ غوښتنه کړې وه، حکمت کرزی هم دا خبره کوي، چې پاکستان غواړي، د ډيورينډ په اړه مذاکرات وکړي، مګر په هره موضوع او کړکېچ بايد افغان حکومت د خپل پارلمان او لويې جرګې نظر واوري او داسې نه شي کېدای، چې بل څوک دې غوښتنه کوي او افغانان دې ورسره ومني. د ډيورينډ پر کرښه خبرې کول دومره اسان کار نه دی. ګورئ دې خلکو خو طالبان د پاکستان خلک بلل، که طالبان د پاکستان خلک وای، نو طالبانو به ورسره د ډيورينډ خبره منلې وای.

اشرف غني، چې راغی دا ډول اوازې ډېرې زیاتې خپرې شوې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې خوږې شوې، د ټرانزيټ ديارلس کلن کړکېچ په دوه ورځو کې حل شو او د ډيورينډ کرښې په اړه هم دغسې خبرې کېدې، مګر دا خبرې اثبات ته رسول ځکه ستونزمنې دي، چې دا کارونه د اشرف غني له سويې پورته دي او دا هم امکان نه لري، چې د ډيورينډ مسئله دې د پاکستان په شرطونو حل شي.

نن ټکی اسيا: ویل کېږي د پېښور ډاکټران د تورخم د پولې په تړل کېدو خفه دي، ځکه ددوی ډېر ناروغان افغانان دي، تېره ورځ هم پېښور کې د ډاکټرانو مارکيټ سوړ و. په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟

طاهر خان: که پاکستان دا فکر کوي، چې دوی به د تورخم پوله وتړي، دې سره به افغان حکومت او ولس ته زور ښکاره کړي، دا يو منفي، بې خونده او بې وقوفه فکر دی. ما خو تاسې ته مخکې هم وويل، چې د پاکستان لوري ته هم ټول مارکيټونه او سوداګريز مرکزونه تړل شوي، کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، د پښور او اسلام اباد د ډاکټرانو کار هم خراب دی، دلته دوی د افغان ناروغانو لپاره فارسي ژبي ترجمانان او لارښوونکي ساتلي دي. دا يوازې د ډاکټرانو خبره نه ده، افغانان، چې پاکستان ته راواړوي، نو د پاکستان په موټرو کې ګرځي که نه؟ د پاکستان په هوټلونو کې به شپې او خوراک کوي که نه؟ دارو درمل او نورکارونه يې ټول له پاکستان سره تړلي وي او ګټې يې هم پاکستان ته رسيږي، نو دوی بايد دا وسنجوي، چې د تورخم پولې تړل د افغانستان ترڅنګ پاکستان ته هم پرېمانه زيان رسوي.

په لنډو ټکو به ووايم، چې پاکستان کې کوم خلک د افغانستان په اړه پاليسي جوړوي، نو دوی ډېر ناپوهه خلک دي، په نزاکتونو نه پوهېږي، د دوی په ذهن کې اوس هم هغه پخوانی فکر دی، چې فلانی بايد زما غلام وي او دا فکر تر اوسه نه دی بدل شوی.

افغانان خپلواکه خلک دي، د هېچا غلامي نه کوي او د خپلې ازادۍ لپاره هره قرباني ورکولو ته تيار دي، نو هېڅوک هم بايد افغانانو ته په کمه سترګه ونه ګوري.

نن ټکی اسيا: يوه بله او اخري پوښتنه، هغه دا، چې يو شمېر خلک په دې باور دي، چې پاکستان غواړي ډيورينډ کرښې ته څېرمه خپل پوځ ځای پر ځای کړي او د خيبر ايجنسۍ قبايلي حثيت ختم کړي، په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟

طاهر خان: دا فکر هم يو شمېر خلکو سره شته، څوک چې د قبايلي سيمو او افغانستان په حالاتو پوهېږي، هغوی دا خبرې کوي، چې کومو سيمو کې د پوځ اړتيا نه وي، پاکستان هلته خپل پوځ لېږي، دا خبره کېدای شي سمه وي، اتفاق ورسره کېدای شي.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.