
کرزی د یوې ورځي په سفر پاکستان ته ورسید
نن ټکی آسیا: د پاکستان د حکومت رسمی تلویزون اعلان وکړ چي د ګاونډی هیواد افغانستان ولس مشر حامد کرزی د پارلمان دغړو او وزیرانو سره اسلام اباد ته ورسید، او د نوموړي استقبال د پاکستان له خوا د قومي سلامتي مشیر او د وزارت خارجه مشیر سرتاج عزیز وکړ، او زیاتوي چي د کرزي په استقبال کي د افغان سفیر او په افغانستان کي د پاکستان سفیر هم شامل وو.
پاکستان ته د رسیدو وروسته کرزي ته لومړی په ۲۱ توپه سلامي وکړه شوه، او په پاکستاني روایتي لباس کي ماشومانو ورته د ګلانو ګیډۍ ورکړې.
په خبر کي راغلي چي په پاکستان کي د نوي جمهوري حکومت وروسته د کرزي دا لومړی سفر دی چي پاکستان ته یی کوي، او په دې سفر کي به د نواز شریف د نوي منتخب حکومت سره پر دو طرفه تعلقاتو، په سیمه کي د نویو پرمختګونو او روان سیاسي بهیر په اړه خبري کوي.
ددې تر مخه په پاکستان کي د افغانستان سفیر عمر داودزي ویلي وه چي دوی یقین لري چي پاکستان ته د کرزي سفر به نتیجه ورکړي، او پاکستان به د افغان حکومت په غوښتنه د طالبانو مشران بندیان خوشي کړي، او د سولي د پروسې حمایت به اعلان کړي.