fbpx

په سنګین کي د ملي اردو ځواکونه د ډیرو مهمو مرکزونو څخه وتلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غویي ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کي یوځل بیا جګړو زور اخیستی او ددې جګړو توندي څپې تر ټولو نا امنه ولسوالۍ سنګین ته هم رسیدلي دي.

ځایي خلکو او قومي مخورو رسنیو ته ویلي چي دا ځل د سنګین جګړه ډیره پېچلي او ښایي ډیر بد عواقب له ځانه سره ولري، دوی زیاتوي چي د ملي اردو ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کي هغه قوي مرکزونه د طالبانو د بریدونو له امله خوشي کړي چي تر دې وړاندي د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ طالبانو نیولي وې خو دغه مرکزونه یې نسو نیولی.

تېره چهارشنبه (غویي ۲۴مه) په سنګین ولسوالۍ کي ملي اردو د کنګیانو مانده لوی او قوي مرکز خوشي کړ، ددغه مرکز څخه د ملي اردو ځواکونو کولی سول د سنګین-کجکي پر لویه لار د طالبانو د تحرکاتو مخه ډب کړي او په سیمه کي پراخ عملیات ترسره کړي، د کنګیانو مانده د مرکز پریښودلو سره اوس د سنګین ولسوالۍ د مرکز څخه بیا تر کجکي پوري ټوله لار د طالبانو په واک کي سوي ده.

همدارنګه د تېرو درو ورځو په جریان کښي د ملي اردو ځواکونو د سنګین ولسوالۍ په دښت سیمه کي ځیني نوري پوستې او مرکزونه هم پرېیښي او د ولسوالۍ مرکز او کنډک ته ستانه سوي دي.

تېره شپه ناوخته طالبانو د سنګین بازار اړوند پر ځینو پوستو بریدونه ترسره کړي چي له امله یې درنه جګړه رامنځته سوي ده، په جګړه کي ښکیلو دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتي خو طالبانو ۴۸ سرتیرو ته د مرګ ژوبلي اړولو اعا کړې ده.

امنیتي چارواکو تر دې دمه د تېري شپي د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

په سنګین ولسوالۍ کي پر داسي مهال نا امني زیاته سوې چي ګډو ځواکونو لښکرګاه ته نژدې په پرتو ولسوالیو کي د خنجر په نوم عملیات پیل کړي دي، امنیتي چارواکو عملیات بریالي بللي او طالبانو ته د زیاتي مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کوي خو تراوسه د طالبانو د کوم مهم مرکز پر نیولو نه دي توانیدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د