افغانستان

لښکرګاه ته څېرمه د اربکيانو پر مرکز سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غویي ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي او مارجې په دوراهي کې د اربکيانو پر تعليمي مرکز د موټر بم په واسطه سرتېری بريد شوی دی.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي، چې نن سهار نږدې اته به د ناد علي په دوراهي کې د اربکيانو تعليمي مرکز ته يو سرتېری بريدګر له خپل موټر سره ننوت او چاودنه يې وکړه.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې سرتيري بريدګر د اربکيانو يونيفورم پر تن و، له چاودېدونکو توکو ډک موټر يې د سيمه‌ييزو پوليسو اکاډيمۍ ته ننويست او په مرکز کې دننه يې چاودنه ورکړه.

د عيني شاهدانو له قوله د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې، مګر کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې لښکرګاه ته څېرمه د ناد علي او مارجې په دوراهي کې د اربکيانو پر مرکز د دوی يو تن سرتيري د موټربم په واسطه بريد کړی او د اربکيانو اکاډيمۍ کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
nasratshah

afghan national army should be ready against pakistan bad and ugly army

افغان

هغه څوک چه د انګریزانو جاسوس او غلام نه وی ، بشتون و افغان ، مسلمان او انسان وی خپلی لیکنی او تبصری په خپلو ملی ژبو ( فارسی او پشتو ) لیکی ، دا چه څوک یی په انګلیسی یا د استعمارګرو په نورو ژبو یی لیکی دا معنی چه هغوی ته خپل کمیشن زیاتوی او د غلامی دریز لوړوی ، پخوانی وخت نه دی خلک اوس د ګوتو او سترګو په اشارو هم پوهیږی ، لا به پورتنی کس ناصر شاه نه بلکه کوم امریکایی ، روسی یا انګریز وی پښتو او فارسی یی ملی ژبی نه دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x