افغانستان

د څلور اړخیزو ناستو پنځمه غونډه هم کابل کې ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکي وايي چې د سولې د هڅو په لړ کې د څلور اړخیزو ناستو د لړۍ پنځمه غونډه به هم کابل کې ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا وايي چې دوی تمه لري چې په روانه میلادي میاشت کې به پلازمېنه کابل کې سره را ټول شي.

د څلور اړخیزو ناستو لاړۍ چې لومړۍ ناسته يې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وړاندې اسلام اباد کې ترسره شوه، دوه نورې پرلپسې ناستې يې هم کابل کې وشوې.

دغه ناستې چې د چین، پاکستان، افغانستان او امریکا استازي پکې د سولې د هڅو په پلمه را ټولېږي، تېره مارچ میاشت يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو وروستۍ موده بلله.

پاکستان په دې د څلور اړخیزو ناستو په وروستۍ ناسته کې ژمنه کړې وه چې په مارچ میاشت کې به طالبان او د افغان حکومت استازي مخامخ سره کېنوي، خو وروسته سرتاج عزیز په ډاګه کړه چې دوی پر طالبانو واک نه لري.

ولسمشر غني هم ملي شورا ته په خبرو کې وویل چې له پاکستانه د سولې تمه نه لري، خو بیا يې هم ټینګار وکړ چې د څلور اړخیزو ناستو لړۍ دې ورسره وپالي.

طالبانو د دې ناستو د پیل په وخت کې ويلي و، چې دوی ترې ناخبره دي خو له دوی سره د سولې د خبرو لپاره د دوی رسمي دفتر پرانیستی دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې پاکستان به پر طالبانو د تسلط او د هغوی خبرو مېز ته د کېنولو ژمنې په بدل کې څومره امتیاز تر لاسه کړې وي، خو د امریکا له یرغل سره هممهاله پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره پرلپسې لوبې ترسره کړې دي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وخت نږدې شل ځله دې هېواد ته سفر کړی و، خو د هغه د کابینې وزیر عمر داودزی وايي چې ولسمشر غني هم پر هغه لار روان دی چې دوی پرې ترکستان ته رسېدلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x