افغانستان

بلخ: کشنده کې د عطا محمد نور په مشرۍ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د دې ولایت د والي عطا محمد نور په مشرۍ جګړه روانه ده.

د بلخ ولایت امنیه قومندان سید کمال سادات وايي چې د دې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه عطا محمد نور د جګړې کرښې ته تللی او په وينا يې تر لسو ډېر طالبان يې وژلي او اوه نور يې ژوندي نیولي دي.

طالبانو هم په کشنده کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د دولتي اړخ مشري پخپله د بلخ والي کوي.

طالبانو په دې جګړه کې د څلورو قومندانانو په ګډون د ګڼو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د خبر پاڼې له مخې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په اندراب سیمه کې نښتې زور واخیست چې د اربکي قومندان عطا‌ءالله په ګډون يې څلور اربکیان پکې وژلي دي.

د هغوی په خبره له نږدې یوې اوونۍ راهیسې په دې روانه جګړه کې دا څلورم قومندان دی چې د دوی له لوري وژل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسمشر لومړی مرستیال او مشهور جنګسالار جنرال دوستم په شبرغان کې د ولسي وګړو پر لوټ او ځورولو بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مطیع الله کاظمی

بس چیرته چی د پښتون کلی دی طالبان عملیات د هماغه ځای نه شروع کوی نو بیا ښکاره خبره ده چه طالبان سیمه پریګدی نو شمالی ټلواله دوستم او داسی نور یی د ځایی پښتنو نه زور وباسی – طالبانو کله په بامیانو یا دایکندی کی عملیات وکړل – ځکه هلته یی د پټیدلو ځای نه شته – په شمال کی یو لګ شمیر پښتانه اباد دی او دښمن ته ډیر ښه فرصت دی چی د طالب د کوربه په حیث یی یا ووژنی او یا یی د سیمی نه مهاجر کړی – دا پښتانه په ډیرو مشکلاتو هلته ځای… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

کاظمی صاحب ، طالبانو ته پشتو او فارسی یا پشتانه ، تاچګ ازبک او هزاره چه مسلمانان دی ټول د یوه لاس ګوتی دی دا توپیر یی نه کوی چه لمړی چیری او چیری جهاد وکړی ، دا چه پشتنو کی ورسره ډیر کسان ملتیا لری طبیعی ده چه هر څوک په خپله سیمه کی بلدیت لری او خلک هم ورباندی باور لری له هغه ځایه لمړی جهاد پيلوی ، که نه مونږ به د جهاد د پاره فلسطین ته هم تللی ټول اسلامی امت زمونږ اسلامی هیواد دی ، مګر فلسطین کی چه څومره فلسطینیان په خپلو سیمو کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x