افغانستان

کاپيسا: تګاب کي طالبانو د بهرنیانو پر مرکز برید کړی

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چي نن د دوشنبې په ورځ یې د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جاني خیلو سیمه کي د بهرنیو او افغاني ځواکونو پر ګډ مرکز د موټر په واسطه یو لوی سرښندونکی برید تر سره کړ چي امله یې مرکز ته ډیر زیان رسیدلی او ویجاړ شوی دی، او په کښي میشت بهرني او کورني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلی.

نوموړي زیاته کړې چي سیمه د بهرنیانو له خوا محاصره شوې، او د مرکز څخه دمړو او ټپيانو انتقال روان دی.

بل خوا ځايي امنیتي چارواکو هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي د چاودني وروسته د ډزو تبادله هم وشول، او جګړه تر شپږو (۶) ساعتونو پوري وغځېدله چي په پایله کي یو شمېر عسکر مړه او ټپيان شول.

او زیاته کړې چي څلور تنه طالبانو هم په جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خو مجاهد وايي چي د ګډو ځواکونو پر فوځي مرکز باندي د سرښندونکي برید وروسته ددوی مجاهدینو د مرکز د ساتونکو عسکرو پر دوو امنیتي پوستو برید وکړ، او دواړې پوستې يې وروسته تر هغه فتح کړې کله چي د پوستو څخه د ملي اردو عسکرو پښې سپکي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x