افغانستان

دوستم په جوزجان کې د ولسي وګړو پر ضد عملیات پیل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د جوزجان ولایت اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په دې ولایت کې په پښتنو مېشتو سیمو کې د ولسي وګړو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د دوی په خبره افغان تپه سیمه کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ملکي وګړو د وهلو، ځورولو او زنداني کولو لړۍ روانه ده.

د دې سیمې په شیرخېلو او اسحاقزو کليو کې د مسجدونو ملا امامان او د کلي دوکانداران هم د دوستم د ملېشو تر کونداغونو لاندې راغلي او ځينې يې له دوی سره زنداني شوي هم دي.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا سرچینه وايي چې د سیمې اوسېدونکو ولایتي ادارې ته هم شکایتونه کړي دي خو دریو ورځو کې يې چا پوښتنه نه ده کړې.

تر دې وړاندې هم دوستم د ۱۳۹۳ کال په میزان کې شمالي ولایتونو د طالبانو د ځپلو په پلمه د پښتنو د لوټ لپاره لاړ، کال وروسته يې د ۱۳۹۴ کال په وروستیو کې بیا هم د فاریاب په لور مخه ونیوه او په روان کال کې يې دا لومړی ګام دی.

د دوستم د تېرو عملیاتو په غبرګون کې هم لسګونه قومي مخور پلازمېنې کابل ته راغلل او د دوستمي ملېشو له لوري يې ان د خپل عزت د لوټ وېر له رسنیو سره شریک کړ.

له يادو عملیاتو راستنېدو وروسته ولسمشر غني د پښتنو د ځپلو په بدل کې د هغه دواړو زامنو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل.

ياده دې وي دغه پخوانی جنګسالار په داسې حال کې په شمال کې د پښتنو پر ځپلو بوخت دی، چې د ده هم مهاله د ملېشو قومندان عبدالجبار قهرمان په هملند کې ماته خوړلی ښکاري او په څنګ کې يې د بلخ والي هم پخپله د جګړې کرښې ته تللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x