fbpx

اردوګان د مطيع الرحمن نظامي د اعدام په اړه د نړيوالو چوپتيا وغندله

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د بنګلادېش حکومت له لوري د شيخ مطيع الرحمن نظامي د اعدام په اړه د نړيوالو چارواکو چوپتيا وغندله.

اردوګان د ترکيې قوجه ايلي ولايت کې د مطيع الرحمن د اعدام په اړه وويل، که دا پېښې په کوم غربي هېواد کې رامنځته شوې وای، «نو ټوله نړۍ به يې په سر اخيستې وه، مګر دا، چې نوموړی د مسلمانانو مشر و، نو ځکه پرې ټوله نړۍ پټه خوله ده».

ولسمشر اردوګان زياته کړه، چې نړيوال هره ورځ د ترکيې پر قضايي ارګان نيوکې کوي، سره له دې، چې تر اوسه ترکيې هېڅوک په اعدام نه دی محکوم کړی.

«په نړۍ کې د عدل او انصاف په اړه د چارواکو او سترو قوتونو ضميرونه مړه دي او هېڅ غوږ پرې نه ګروي او د شيخ مطيع الرحمن اعدام يې يوه نمونه ده».

تېره سه شنبه د بنګلادېش حکومت دغه هېواد کې د اسلامي جماعت مشر شيخ مطيع الرحمن نظامي د «جنګي جرمونو» په تور اعدام کړ.

له پېښې وروسته ترکيې له بنګلادېش څخه خپل سفير وروغوښت او د شيخ نظامي د اعدام په اړه يې سخت احتجاج وکړ.

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو وويل، چې شيخ مطيع الرحمن د دې وړ نه و، چې اعدام دې شي او د بنګلاديشي حکومت له لوري دغه ډول پرېکړې کېدای شي د سخت دريځۍ او تاوتريخوالي لامل وګرځي.

شيخ مطيع الرحمن نظامي د بنګلادېش تر ټولو ستر اسلامي ګوند مشر و، چې د ۷۳ کلنۍ په عمر اعدام شو.

د پاکستان جماعت اسلامي پخواني مشر سيد منور حسن بنګله دېش کې د خپلو همفکره خلکو د اعدام په اړه پر پاکستاني حکومت هم نيوکې کړې او وايي، چې پاکستان بايد د ۱۹۷۱ز کال د جګړې پر مهال د ذوالفقار علي بوټو او د بنګلادېش صدر اعظم شيخ مجيب الرحمن تر منځ شوی تړون بنګلادېش او نړۍ ته وښيي، چې له جګړې وروسته به دواړو هيوادونو کې هيڅ څوک هم جنګي مجرم نه ګڼل کيږي.

د بنګلادېش حکومت وايي، چې د ۱۹۷۱م ازادۍ جګړه کې دېرش لکه خلک وژل شوي، مګر عام خلک وايي، چې د حکومت شمېر له مبالغې ډک دی او په دې اړه هېڅ رسمي سر شمېرنه نه ده شوې.

جماعت اسلامي بنګلادېش کې سياسي فعاليتونه کوي او له هر ډول نظامي کارونو بې برخې دي، ولې د وخت چارواکي يې ترهګر او د هېواد دښمنان بولي، مګر جماعت اسلامي په خپلو اعلاميو او ويناوو کې د چارواکو دغه خبرې اسلام سره دښمني بولي او زياتوي، چې چارواکي هر ځای او هر وخت اسلامپال په هېواد کې کمزوري وويني، نو تهديدوي يې او له صحنې يې د ويستلو کوښښ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د