زما سندره – عبدالروف قتيل خوږياڼى
زه د زړه پــــــــه تــــــودو وينـــــــو اوبــــــــوم د ارزو بـــــوټي
خـــداى خبر دى چې بــــــــه څــه کــړي اشنــا ماته پېرزو بـوټي
فضـــايي ټپـــوسان گــــــــــرځي ښکار کــــوي خـــــوارې بـلبلې
گـــــل ورينــــــې شملـــــــې وژنــــــــــــي نـــالوي د غـمـو بوټي
خـــــير کــــــــه نـــــــــــــن د چمنـونو گلان واړه بې شمـلـې دي
وخت بــــــــه بيا گلشن گلشـن کــــــړي د اغـــزنـــو مــيرو بوټي
تـــالا شـــــــــــــوى لـــــونگين مو د صحرا بــوټــو کـــې زانگي
دې قـــــاتــــلو بـــمبـــاريـــــــــو کــــړل تـــــالا د پښــــتو بــوټي
د پتمــــــن پــــــړونــــــي ميـــــــــره حيــــــــاداره پــــاک لـــمنه
هـــــرې خـــــــوا تــــــــه لالهنده لټــــوي د زلمـــــــــــــــو بوټي
بريتـــــــور زلميه څــــــــه شـــوې د پښتــون په سر اور بل دى
سرې سکـــروټې راوريــــــــــــــږي ســــــوزوي د مـيړو بوټي
د مـــــــلالې ننگيــــــــــــــال زويـــــــه! د وحدت ټپه کړه پورته
د ټپـــــو دښمنــــــان گــــــــرځي وچــــــــوي د ټپــــــــــو بوټي
دا ټپـــي ټپـــي وطـــــــن دې د بلا لـه خـــــــولگۍ خـلاص کړه
د زړه وينې ورته ورکــــــړه ، کـــــــــړه زرغون د زلمو بوټي
دا لــــه ځــــانه پــــــردي شـــــــوي پــــــــه يوه ټغر راټول کړه
غواړي ورک د وطـــــن نـــوم کـــړي ورک کوئ د پلمو بوټي
ستا پــــه څټ بـــــاندې ســــواره دي څښي دا ستا د مرۍ وينې
دا جــــــورې کـــــړه پښو لانـــدې کــړه زرغون د غنچو بوټي
مـــــونږ د ســـــــولې مـــلنگان يـــو، ســـوله غـواړو سوله پالو
چــــــې د ســـــولې دښمنــــان وي وچ دې شــــي د هـغو بوټي
ښــــــه يـــــې گورې چې هېواد دې پــــه بـــل لـوري روانيږي
غـــــــــواړي وباســـــي لــــه بــــېخه د ((قتيل)) د شعرو بوټي