haji1

یو ټیټ قدي معتمر د امنیتي ځواکونو په مرسته حجر اسود ښکل کړه

د حرم شریف د امنیت لپاره ځانګړو ځواکونو د هغه معتمر آرزو پوره کړه چې غوښتل یې تر حجر اسود ورسیږي او ښکل یې کړي.

دغه معتمر چې له ونې ډیر ټیټ وه، نه یې شول کولی چې د سختې ګڼې ګوڼې په ترڅ کې او د دنګو-دنګو خلکو په مینځ کې په یوازې سر خپل ځان تر حجر اسود ورسوي.

ویل شوي چې دغه معتمر د ترکیې هیواد تبعه وه، او په حرم شریف کې د زیات ازدحام او ګڼې ګوڼې په وجه له خپلو ملګرو ورک شوی وه.

د حرم شریف د امنیتي ځواکونو قومندان (تورن جنرال یحیی الزهراني) نوموړی په داسې حال کې وموند چې د حجر اسود له ښکلولو پرته یې عمره ادا کړې وه، خو له ازدحام څخه یې شکایت درلود او د حجر اسود د مچې کولو هیله او ارمان یې په زړه کې پاتې وه.

بالآخره یې د امنیتي ځواکونو په مرسته دا ارمان پوره شو، تر حجر اسود ورسید، او په داسې حال کې یې ښکل کړه چې د خوښۍ علامې یې په څیره کې له ورایه ښکاریدې.

haji2

 

haji3

haji4

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د