د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ماستری پروګرام څخه دڅلورو ښځو په ګډون ۱۳ ښوونکي د روانې اونۍ د یکشنبه په ورځ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د فراغت اسناد ترلاسه کړل. په دغه غونډه کې چې په کابل کې را منځ ته شوې وه ،ښوونکو ته د سويدن د کارلستاد پوهنتون له خوا د ، د ښوونې وزارت مرستیال محمد محقق، د استادانو د روزنې د ملي اکاډمۍ رییس عبدالحق رحمتی او د ښوونې وزارت د یو شمېر نورو لورپوړو چارواکو په لاس ، د ماستری اسناد ورکړل شو.
دغو ښوونکو د میدان وردګ ، ارزګان، پروان، ننګرهار، کابل، غزني، پکتیا، نورستان، سمنګان، لوګر او خوست ولایتونو څخه د سویدن کمیته د استادانو لپاره د ماستری په پروګرام ګډون کړي وو. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا افغانو ښوونکو ته د ماستري پروګرام د ۲۰۱۱ کال په اپریل کې را منځ ته شو او د ۲۰۱۴ میلادي کال د دسمبر ترمیاشتې پورې به و غځېږي.
تمه ده په دغه موده کې درې ګروپه افغان ښوونکو ته د ماستري زده کړې زمینه برابره شي. د لومړي ګروپ په ډله کې ۱۳ ښوونکي د ۵ ښځو په ګدون شامل وو چې ۹۰فیصده يې د ښوونې وزارت د ښوونکو د روزنې د ملي اکاډمۍ د دیپارمنت له خوا او ۹ فیصده یې د نورو هغو انجیو ګانو له خوا چې په روزنيزو چارو کې ونډه لري ، دې پروګرام ته معرفي شوي وو.
د ماستري پروګرام په هره دوره کې به تر ۳۰ ښوونکو ګډون وکړي او د ۱۲۰ کرېډت په لاس ته لاوړلو سره په د ماستری اسناد ترلاسه کړي. د ماستری پروګرام مالي لګښت د سويډن د نړیوال پراختیايي همکاریو د مرکز (سیدا) له خوا ورکول کیږي او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا پرمخ وړل کیږي.
د سويدن کارلستاد پوهنتون هغو ښوونکو ته چې د افغانستان د ښوونې وزارت له خواه دې پروګرام ته معرفی کيږي ، د ماستری د زده کړي زمینه برابروي. د یاد پروګرام هدف دا دې چې د افغانو ښوونکو علمي کچه لوړه کړي او ښوونیزو برخو لپاره مسلکي استادان وروزي ترڅو چې دوی وشي کولای چې د ښوونکو د روزنې لپاره د افغانستان د اقتصادي ، فرهنګي او ټولنیز شرایطو سره سم ، مناسب پروګرامونه طرح او پلې کړي.
د ماستری پروګرام د درېمې دورې لپاره د شمولیت ازموینه د ۲۰۱۳ کال د جنوري په میاشت د ۵۰ کډونوالو په برخه اخیستو سره ترسره شوه. په ګډونوالو کې لس ښځې هم شاملې دي.
د لازیاتو مالوماتو لپاره اړیکه ونیسي:
0788 591 595/ 0798713273 سید فضل شاه کریمی: د ټیمپ د پروژي مسئول: د ټیلیفون شمیره:
————————————————————————————————–