نظــر

د وستاز هم هاپزه خراپه ده هم اکیده!

څو ورځې وړاندې مې د استاذ عبد الرسول سیاف په اړه یوه لیکنه تر سترګو شوه چې سرلیک یې دا سې و: ( استاده ستا حافظه خرابه شوې که عقیده )  لیکنې هغه حقایق را غونډ کړي وو کوم چې استاذ عبد الرسول سیاف له روسانو سره د جهاد پر مهال په ځینو مجالسو کې ویلي وو.

 دنوموړې لیکنې پر استناد تر ټولو جالبه دا وه چې ده ویلي وو: ( که تاسي واوريدل او چا وويل چې موږ سياف  له ظاهر شاه سره يوځای وليدی، داسي فکر مه کوئ چې ظاهر شاه مسلمان شوی دی، پوه شئ چې سياف ورسره کافر شوی دی. )  

زه فکر کوم که څوک ورته ووایي چې ته خو له ظاهر شاه سره یو ځای کېناستې، ډوډۍ دې ورته وکړه! جناب استاذ! دا او ستا هغه مخکنۍ فتوی څنګه سره ارزوئ؟ د ده ځواب به خامخا دا وي چې ما چې مخکې خبره کړې وه هغه مې سمه کړې وه، ځکه  زما مطلب له ظاهر شاه سره له یو ځای کېدو دا وو چې ګډ حکومت ور سره جوړ کړم، او دا هغه څه دي چې ما نه دي کړي، زه له ظاهر شاه سره په یوه حکومت کې نه یم ناست، بلکې له کمونیستانو سره ناست یم! چا چې روسان را وستل! د افغان ولس تر یو نیم ملیون بچیانو پورې یې شهیدان کړل! په ملیونونو یې مهاجرت ته اړ کړل! په لکهاوو یې ګوډ او مات کړل! کلی او کورونه یې بمبار کړل!

  ما خو دا نه منله چې د حکومت په راس کې دې ظاهر شاه وي، دا خو مې نه دي ویلي چې زه داسې حکومت نه منم او یا نه پکې کینم چې د امریکې تر مشرۍ او د هغوی په ډالرو جوړ شوی وي؛ ځکه ما مخکې هم له امریکې سره اړیکې لرلې او اوس یې هم ور سره لرم، مخکې ستونزه دا وه چې د تلیفون له لارې به مو تماس سره نیولو، یا به مو په منځ کې دریم ګړی و، اوس دا دي دوی خپله دلته راغلل، مخامخ سره کښېنو، دریمګړي ته ضرورت نشته، او دا په حقیقت کې زما په لوړوالي دلالت کوي؛ تاسو څه فکر کوئ چې دومره لویه امریکه! دومره یې ټانګونه او طیارې! او دومره یې د ډالرو بوجۍ! د نړۍ پر مخ بل به چا ته ورشي؟!!

دا یوازې زه یم چې را ته راغلل! زما پوښتنې ته راغلل! بل چا که ټوله دنیا ورکړې وای هم نه به وو ورغلي خو ماته دا دي هسې په نیمه خوله راغلل! زه به لیونی یم چې په حکومت کې یې ګډون نه کوم! ډالر یې به یې نه اخلم! ولې به یې نه اخلم؟

څه شوي؟

دا خو د ووستاز خپل تقریر دی چې هر چا ته به یې کوي، خو زما په ګومان ووستاز غریب ته نه هاپزه ورپاتې ده او نه اکیده! او زه دا په دلیل ثابتوم:

که تاسو فکر وکړئ ووستاز غریب  ـ له مخ یې پرته چې ښه په خوند تور شوی ـ نور له یوې مخې تک سپین شوی! ږیره یې سپینه شوې ده! بریت یې سپین شوي! آن چې وروځې یې سپینې شوې دي! د انساني طبیعت له مخې زمونږ او ستاسو په ټولنه کې یو څوک چې وروځې یې سپینې شي نور د ښې نه وي، لاسونه یې ریږدي! ځګونه یې له خولې روان وي! پزه یې نرۍ بهیږي! سترګې یې دید نه کوي! غوږونه یې ویده شي! ماغزه یې کار نه کوي!

دا چې د استاذ وروځې سپینې شوې دي یقینا همدې حالت ته رسېدلی، دا یې د حافظې د خرابوالي دلیل، راغله د عقېدې خبره یې، نو هغه خو هغه وخت خراپه خراپه وه کله یې چې کورنۍ جګړې پیل کړې! د لومړي ځل لپاره همده جناب په افغانستان کې په منظم او پروګرام شوي ډول د شیعه اوسني تر منځ د اور لمبې بلې کړې! د سلهاوو بلکې زرهاوو انسانانو وینې یې وبهولې! د سلهاوو بلکې زهاوو افغان میرمنو د عفتونو لوټلو ته یې د شیعه او سني په نامه زمینه برابره کړه ! دا په داسې حال کې چې له دې مخکې یې د سنګر ملګري بلل!  

   له دې وروسته بیا د هغو روسانو غېږې ته ور ولوېد کومو چې د کمونیستانو په مټ افغان ولس او افغان هېواد دربدر کړ، داسې یې دربدر کړ چې دا نن چې کومې ناخوالې روانې دي، او افغان ولس د اور په لمبو کې ورېتېږي د بنسټ ډبره یې همغو روسانو او کمونیستانو په ګډه سره کېښود!

   له هغه وروسته چې بیا د مسلمانانو په مقابل کې له یهودو او نصاراوو سره ودرید! را یې وستل! او اوس هم په څنګ کې ور سره ولاړ دی! آیا دا کارونه به داسې یو څوک وکړي چې عقیده یې جوړه وي؟ فکر نه کوم چې سم مسلمان دې د مسلمان په مقابل کې له کفر سره ودرېږي!

دا هغه استاذ سیاپ دی چې له ډېر تقوی به یې رفع الیدین کول! پاینڅې به یې تر ګونډو پورې لوړې کړې وې! او دا یې د اسلامي شریعت د پوره پلي کیدو نښه بلله! خو اوس ورته راشه که یې ګورې!!!

که یو څوک پوښتنه وکړي چې که د استاذ حافظه خرابه وي نو بیا داسې مدلل او معقول ځواب ویلي شي لکه پاس یې چې ویلی دی؟ زه وایم هو! د استاذ حافظه خرابه ده، عقل یې کار نه کوي، کوم ځواب چې پاس ده ویلی دی، دا یې د شیطان ځواب دی، د استاذ شیطان اوس هم ژوند او نېشه ځوان دی! د همغه شیطان له برکته خوځېږي را خوځېږي! شیطان زوی مړی یې ډېر تکړه دی! او بل دا چې دده حافظه مسلمانانو ته خرابه ده، له خپلو انډیوالانو ( امریکایانو ) نه د دفاع لپاره درې حافظې نورې هم لري! او هغه زر نه خرابېږي! خو کومه حافظه یې چې تر افغان ولس، مسلمانانو او مجاهدینو پورې اړه لري دا یې بالکل خرابه شوې ده!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x