fbpx

افغانستان وارداتي برېښنا ته هیڅ اړتیا نه لري

انعام الله احمدزی

افغانستان د اسیا زړه بلل کیږي. د خپل مهم جغرافیاي او ستراتیژیک موقعیت له امله دا هیواد د منځنئ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمینځ د پل حیثیت لري. افغانستان بيشمیره طبعي منابع لري چې ارزښت یي ملیاردونو ډالرو ته رسیږي.

اوبه هم یو له هغو طبعي منابعو څخه دي چې که په سمه توګه ورځنې استفاده وشي نو د بیشمیره ګټو ترڅنګ لوی عواید ورڅخه تر لاسه کیدای شي.  د اوبو له ډیمونو څخه د انرژی د تولید، د کرهنی د پراختیا، د سیلابونو د مخنیوي او د اوبو د ذخیره کولو په برخه کی کار اخستل کیږی. همداشان ډیمونه د تفریح ځایونو، ځنګلونو او د ماهیانو د ساتنی لپاره یو مناسب چاپیریال رامینځته کوی.

د افغانستان مشهور سیندونه هریرود، آمو، هلمند، کابل او غزنی سیندونه دي. د هلمند سیند د هیواد تر ټولو لویو سیندونو له جملی څخه دي او د ۱۴۰۰ کیلومیتره په اوږوالی سره د افغانستان په خاوره کی بهیږی. د کابل سیند د پغمان له غرونو څخه سرچینه اخلی او وروسته د لوګر، پنجشیر، لغمان او کونړ سیند اوبو یو ځای کیږی. د کابل سیند ۷۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لری چی ۵۶۰ کیلومیتره د افغانستان او ۱۴۰ کیلومیتره د پاکستان په خاوره کی مزل کوی. همداشان د آمو سیند چی د یونانیانو لخوا د اوکس او عربو د جیحون په نوم یاد کړی، په مجموعی توګه د ارال تر بحیری پورې ۲۵۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.

باوجود ددی چی افغانستان د انرژی د تولید ډیر امکانات لری لاکن د حکومت د بی کفایتې او د ګاونډیو هیوادونو د مخالفت له امله افغانستان اوس هم له ګاوڼدیو هیوادونو څخه برق پیری. افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه ۹۰۰ میګاواټه برق اخلی چی پدی کی ۳۰۰ میګاواټه برق له تاجکستان، ۳۰۰ له ازبکستان، ۱۳۵ میګاواټه له ترکمنستان او ۱۳۶ میګاواټه له ایران څخه واردوی.

د افغانستان د بریشنا شرکت په وینا په ۲۰۲۰ کاله پوری به افغانستان ۳۰۰۰ میګاواټه برق ته اړتیا ولری. اوس مهال د افغانستان مختلف ډیمونه ۲۰۰ میګاواټه برق تولیدوی. خو د دوی په وینا کچیری د افغانستان له اوبو څخه سمه استفاده وشی او په ډیمونو کار تر سره شی نو افغانستان تر۱۸۰۰۰ زره میګاواټه پوری برق تولیدولی شی. لاندی د هغو یوڅو ډیمونو لست دی چی اوس ورځینی استفاده کیږی او یا هم کار پری روان دي.

1.    د نغلو بند چی په کال ۱۹۶۷ کی جوړ شوی، ۱۰۰ میګاواټه برق تولیدوی.

2.    د هلمند کجکی بند په کال ۱۹۵۳ کی جوړ شوی چی اوس مهال ۳۳ میګاواټه برق تولیدوی، خو که ترمیم کړی شی نو تر ۵۱ میګاواټه پورې د برق تولید ظرفیت لري.

3.    د هرات سلما بند چی تمه ده د په نږدې راتلونکې کې یی چارې سرته ورسیږي، ۴۲ میګاواټه برق به تولیدوی.

4.    د ننګرهار بریشنا کوټ ډیم اوس مهال ۱۱.۵ میګاواټه برق تولیدوی.

5.    جلال آباد ښار ته نږدی د درونټی ډیم په کال ۱۹۶۴ کی جوړ شوی. دغه ډیم اوس ۱۱ میګاواټه برق تولیدوی.

6.    د بغلان ولایت پلخمری ډیم په کال ۱۹۶۰ کی جوړ شوی او ۵ میګاواټه برق تولیدوی.

7.    د هلمند ګریشک ډیم ۲.۴ میګاواټه برق تولیدوی. دغه ډیم په کال ۱۹۴۵ کی جوړ شوی.

8.    د کابل په شکر دره کی د شاوعروس ډیم اوس مهال ۱ میګاواټ برق تولیدوی خو تولید یی زیاتیدلی شی.

د راپورونو له مخی هند د کابل پر سیند د ۱۲ ډیمونو د جوړولو وړاندیز کړی دي چی په  مجموع کی ۷.۰۷۹ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري. پدی ۱۲ ډیمونو کی ۴ د پنجشیر په سیند، څلور د لوګر په سیند او څلور د کابل سیند په لاندنی برخه کی جوړیږي. د دغو ډیمونو تفصیل په لاندی ډول دي.

•    توتم دری پروژه چی په پنجشیر سیند جوړیږی، ۳۳۲ ملیون ډالر مصرف پری راځي او ۲۰۰ میګاواټه برق به تولیدوی.

•    بارک پروژه چی ۱.۱۷۴ ملیارد ډالر مصرف پری راځی  او ۱۰۰ میګاواټه برق به تولیدوی. دغه بند هم د پنجشیر په سیند تړل کیږی.

•    د پنجشیر پروژه چی ۱،۰۷۸ ملیارد ډالر مصرف پری راځی او ۱۰۰ میګاواټه برق به تولیدوی.

•    د باغ درې پروژه چی ۶۰۷ ملیون ډالر مصرف پری راځی او د ۲۱۰ میګاواټه برق د تولید ظرفیت لری.

•    د لوګر په سیند باندی د هابجانه پروژه چی مصرف یی ۷۲ ملیون ډالره تخمینه شوی او ۷۲ میګاواټه برق به تولیدوی.

•    کجاب پروژه چی په لوګر ولایت کی موقعیت لری، ۱۵ میګاواټه برق به تولیدوی او ۲۰۷ ملیون ډالر مصرف پری راځی.

•    تنګی وردګ پروژه چی د ۵۶ مګاواټه برق د تولید ظرفیت لری او ۳۵۶ ملیون ډالر مصرف پری راځی. دغه پروژه هم د لوګر په سیند جوړیږی.

•    ګات پروژه چی د لوګر په سیند جوړیږی، ۸۶ میګاواټه برق تولیدوی او ۵۱ ملیون ډالر مصرف پری راځی.

•    د سروبی پروژه چی ۴۴۲ ملیون ډالر مصرف پری راځی او ۲۱۰ میګاواټه برق به تولیدوی.

•    د لغمان پروژه چی د ۱۲۵۱ میګاواټه برق د تولید ظرفیت لري. د لغمان په پروژه به ۱.۴۳۴ ملیارد ډالر مصرف راځی.

•    د کنړ سیند لومړی ډیم او د کامی په ډیم ۱.۰۹۴ ملیارډ ډالر مصرف راځی. د کنړ لومړی ډیم به ۹۵ میګاواټه برق او د کامی ډیم به ۱۱.۵ میګاواټه برق تولید کړی.

د پاکستان د نیوز اخبار په قول که افغانستان د هند په همکاری دغه ډیمونه جوړ کړی نو نه یوازی افغانستان به خپل د انرژی مشکلات حل کړی بلکه د انرژی له بحران سره مخامخ پاکستان به هم مجبور وی چی له افغانستان څخه برق وپیری.

په دومره لویه اندازه برق یوازی د کابل سیند له حوزي څخه تر لاسه کیدای شی. د هلمند سیند، کوکچی سیند، د آمو سیند او نورو سیندونو له اوبو څخه که په سمه توګه استفاده وشی نو افغانستان د انرژی د واردونکی هیواد څخه په صادرونکی هیواد بدل شی. ډیمونه زموږ زراعت ته هم د پام وړ ګټه رسوی. د راپورنو له مخی اوس مهال د هرات پر ۳۵۰۰۰ هیکتاره ځمکه کرونده کیږی. د سلمی بند له جوړیدو سره به دا اندازه ۸۰۰۰۰ زره هیکتاره ته ورسیږی. که په دومره اندازه ځمکه خړوبه شی نو دا به نه یوازی هرات ولایت په زرعی لحاظ په ځان بسیا کړی بلکه دوی به وکولی شی چی نورو ولایتونو ته خپل حاصلات صادر کړی.

څرنګه چی افغانستان یو زرعي هیواد دي نو له همدې امله باید د اوبو د منابعو ښه تنظیم او کنټرول ته ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو له دغو اوبو څخه په سمه توګه استفاده وشی. متأسفانه د ملیاردونو ډالرو په راتګ سره په تیرو څوارلسو کلونو کی په افغانستان کی په زیربنایی پروژو کار ندی شوې. همدا لامل دی چی نن هم افغانستان د نړی فقیرو هیوادونو په جمله کی شمیرل کیږی. زیربنايي پروژی نه یوازی دا چی زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابروی، بلکه د هیواد اقتصادی وضعیت بدلولی شی.

په پای کی باید ووایو چی افغانستان شتمن دي او ولس یی فقیر. باید د افغانستان له طبعی منابعو څخه سمه استفاده وشي ترڅو افغانستان او ولس دواړه شتمن او په ځان بسیا شی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د