د عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) ژوند لاره – دوهمه برخه

کتاب: سیرة عمر بن عبد العزیز
ژباړه: م. حمـــد الله (دانشمــــند)

سیرة راوړي: عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) په ماشومتوب کې لا ډیر زیرک وو. د عبد الله بن عمر (رضي الله عنه) کور ته به ډیر ورتلی د مور د خپلوي له امله، کله چې به کور ته راغلی مور ته به یې کړه: اې مورې! ماما مي راته ډېر ګران دی، عبد الله بن عمر (رضي الله عنه) به یې یاداوه «هغه یې ماما باله» او غواړم د هغه په څېر شم!

مور به تل ورته په دې وینا ټینګار کاوه: شونې نه ده، چې د هغه مقام دي خپل کړې.

کله چې ستر شو پلار (عبد العزیز) یې د مصر امیر و ټاکل شو نو یې خپلې ښځې (ام عاصم) ته لیک را واستاوه، په لیک کې هغې ته سفارښتنه شوې وه، چې له خپلو بچیانو سره یو ځای دلته (مصر) ته کډه راوړه. نوموړې یاد راز هغه مهال خپل کاکا (عبد الله بن عمر – رضي الله عنه) ته څرګند کړ، چې د پوښتنې په موخه د هغې کور ته راغلی. هغه (رضي الله عنه) ورته وویل: «اې ورېرې! هغه دي مېړه دی، د ورتلو په لاره یې لازم غور وکړه.»

کله چې هغه دتګ په درشل کې وه، یاد اکا ورته کړه: «خلفي هذ الغلام عندنا…» ژباړه: دا ماشوم (عمر) همدلته پرېږده؛ ځکه چې هغه د څېرې او خوی له امله زموږ درنې کورنۍ ته ورته دی. هغې یې هم غوښتنه و منله، عمر یې ور سره پرېښود، مخالفت یې و نشو کړای.

کله چې مصر ته د مېړه ماڼۍ ته و رسيده، د هغه سترګې یې په لیدو روښانه شوې، یواځې عمر دی، چې د راغلو میلمنو په کتار کې نه  تر سترګو کېده! ورته کړه یې: عمر چېرته دی؟ هغې ور غبرګه کړه: کاکا مې د هغه پر پاتې کېدلو ټینګار وکړ، ویلې: عمر زموږ د کورنۍ سره ورته والی لري، په همدې پلمه یې له ځان سره بوت.

عبد العزیز د یاد خبر په اورېدو ډېر خوښ شو.

عبد العزیز خپل ورور (عبد الملک) ته لیک ور و استاوه، په تېره کیسه یې خبر کړ. هغه هم د خوشالي په بدله کې ورته و لیکل: (۱۰۰۰) دیناره میاشتانه «د هغه معاش» باید مقرر شي. څه مهال وروسته عمر هم د مصر په لوري موخه کړه، له خپل پلار سره یو ځای شو…

عبد العزیز د هغه پاتې کېدل په مصر کې مناسب و نه ګاڼه، ویلې: د ادب جوهر یواځې په مدینه (منوره) کې تر لاسه کېدای شي؛ ځکه یې زوی (عمر) بیرته هغالته ولېژه.

څه مهال وروسته یاد عمر (رحمه الله) د مدینې (منورې) والي و نومول شو. د ښې تګلارې تر څنګ یې د لومړۍ ځوانۍ سریزه خورا په خیالونو او خوښیو پوښلې وه؛ خو بیا هم له بدو او ناوړه کړنو په پوره پیمانه خوندي وو نور بیا…

المصدر: سیرة عمر بن عبد العزیز لابن الحکم مع تغیر یسیر.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ترغیب: له یو چا سره باید په دې پار مینه و لرو، چې هغه د دینې ارزښتونو پالونکی دی.

له خپلوانو سره د اسلامي خوا خوږۍ له مخې ښه راشه، درشه ولرو.

د چا و روا غوښتنې ته د وس مطابق مثبت ځواب و وایو.

په کورني ژوند کې که ښځه د اصلاح په موخه یو کار تر سره کړي، باید د مېړه له اړخه و نه ځورول شي.

که مو بچیان یوه ښه کړنه تر سره کړي، د هغه د لا لیوالتیا له پاره باید څه جائزه ور کړو تر څو یې هڅې دوه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ترهیب: بچیان مو هلته و نه روزو، چې د ادب له ځلانده وړانګو د نه اغېز ګواښ مو یقیني وي…