fbpx
voting card-afghani

دیموکراسي په افغانستان کښي! لاسته راوړنه که دلاسه وتنه؟

افغانستان په نړي کښي یو فقیر، کوچني او وروسته پاتي خو په غیرت غني، په شهرت لوي او په سپیڅلي دین عزت مند او پرمخ تللي هیواد دي.

د تاریخ په اوږدو کښي یی په نس لوږه تیره کړي خو ډیر په نس ماړه غاصبین او متکبرین یی ګدایی ته مجبور کړي.

خپله په بدن وړوکي خو ډیر قد آوره اشغالګر يي په ټوټو ویشلي دي، پرمختللي وسایلو اوتیکنالوژي کښي ورسته پاتي خو په خپل ویاړلي دین او نړیواله کچه عزت سره یی هغه پرمختګ کړی چي د ډیرو پرمختللو هیوادونو به هم غبطه پري راشي.

دا هغه لاسته راوړني دي چي افغانستان یی دساتلو لپاره همیشه دسختو حالاتو سره مخ او ډیر مشکلات هم برداشت کړي. دهمدي مشکلاتو یوه لړي دولس کاله مخکي شروع او لاهم دوام لري.

یقیناً پداسي حالاتو کښي به د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه دا وي چی خپلي دغه لاسته راوړني سالمي او قایمي وساتي.خو د تعجب او افسوس خبره داده چي بعضی افعانان د یو بلي لاسته راوړني ‌ذکرهم کوي چي هغه په افقانستان کښي دیموکراسي ده.

دیموکراسي هغه نظام ته وايی چي خلک پر خلکو د خلکو په خوښه حکومت وکړي، انسان د انسانانو لپاره د ژوندانه هر اړخیزه قانون جوړکړي او د خواهش مطابق پکښي وخت ناوخت تعدیل هم وکړي. خلک دځانو لپاره د نر او ښځي د تمیز پرته حاکمان غوره کړي. آزادي بی حدوده کړی او داسي مساوات قایم کړی چي په رایه او قضاوت کښي دعالم او جاهل فرق نه وی. په اختیاراتو کښي دښځي او میړه فرق نه وي. په معاشره کښي اولاد د والدینو تابع نه وی، ښځه دمیړه تابع نه وي، سیاست دمذهب تابع نه وي او مباشرت دنکاح تابع نه وي.

افغانستان هم پدي دولس کلنه موده کښی د دیموکراسي ناسور ډیر اغیزمن کړي. دمسلمانانو لپاره غوره کړی شوی اسلامي قانون یی په اساسي قانون بدل کړ. افغان میرمني ته یی د آزادي په نوم رسوایی او بدبختي ورکړه، د افغانانو پتمنه او باحیا‌‌‌ معاشره یي دعشق بازي په داستانو رنځوره کړه. افغان انجونو ته یی دخپلو کورونو پرځای (دامن کور ) په نوم دفحشا مرکزونه جوړ کړل. په مسلمانو پیغلو يي آینده ورتلونکي کور په ځاي بندي خاني آبادي کړي. او د بیان آزادي نه په استفادي سره د دوي په داستانو غربي رسنۍ هم ښی ګرمي وساتلي.

زه په افغان معاشره د دیموکراسي بي ساري اغیز هغه وخت حیران کړم چي ددغه داستانو په اړه مي یوڅو ډاکومنترياني وکتي چي پکښي د هغه میرمنو احوال ښودل شوي ؤو چي د دیموکراسي په برکت تر زندان رسیدلي وي.

د دیموکراسی یوه مستفیده دمکتب انجلي چي دیو هلک سره په قابل اعتراض حالت کښي نیول شوي وه خپله قصه داسي بیانوی (ما کوم جرم ندي کړي یو هلک سره مي مینه وه او د هغه سره مي د واده په اړه مشوره کوله نو ځکه ورسره تنها په خونه کښي وم چی ونیول شوم زه په یو عادي کار سره بندي خاني ته راوستل شوی یم او مکتب هم رانه پاتي دی)
یوه بله دمکتب بی نکاح حامله شوی انجلي داسي وايی ( زما جرم دا دي چي مخکښي له نکاح مي نکاح کړیده) مطلب د مور او پلار ناخبره او نا رضا خو زما او د هلک په رضا دا کار شوي یعنی جرم می ندی کړي. د آزادي ددي نعمت څخه په استفادي یو میړه داره ښځه هم د خپل فرار قصه په ډیره جرأت سره کوي او وايی (چي زما فرار کوم جرم ندي بلکه دا زما حق دي چی د خپلی خوښی ژوند وکړم )

دا خو دهغه قضایاؤ څو بیلګي وي چي زمونږ په معاشره کښي د دیموکراسي زهرجن اثرات په ګوته کوي او په نړیواله کچه زمونږ ګټلی عزت او شهرت هم متضرر کوي.

خو دیموکراسي منحیث یو متقابل قانون د شریعت مسلمانانو ته عقیدوی ضرر هم رسوی پداسی فلمونو کښی د افغانانو له خولی دا خبره په مختلفو قسمو اوریدل کیږی مثلا په اساسی قانون کښی داسی لیکل شوی او په شریعت کښی داسی، دا خبره په شريعت کښی ده که په اساسی قانون کښی؟ یقیناً داسلام نه علاوه په بل قانون باندي عمل او یقین ساتل کفر دي. همدا رنګه زه تاسی ته د هغه افغان میرمنی خبر رانقلوم چی هغی په دیموکراسی کښی دیرش کاله ژوند کړی ؤو او اوس ځان ورته دیر روشن فکر ښکاریدو دافغانستان له غمه مړه وه د یو پروګرام پر مهال  یې وویل چي ( یو ښه کار چي مونږ د امریکایانو څخه زده کړي هغه کم اولاد راوړل دي ځکه چي د اولاد روزنه ډیره سخته ده. زمونږ په افغانانو کښي خو دا خبره مشهوره ده چي د اولاد دروندوالي ځمکه برداشت کوي او روزي یی الله پاک ورکوی خو داخبر غلطه ده) یقینأ که مونږ د دیموکراسي عواقبو ته لږ ځیر شو دا زمونږ دمقدس دین له بنیادي اصولو سره په ټکر کښي ده. او په افغانستان کښي خو زمونږ هغه د پیړیو لاسته راوړني هم له منځه وړي چی په ګتلو سره یی افغانانو ډیری قربانی ورکړی.
غیرت مو په بي حیایی سره له منځه وړي، د باتوري شهرت مو په بدنامي او رسوایی بدلوي. د دین په وجه نړیوال شهرت مو هم دعقیده په تحریف سره له منځه و‌ړي نو دیموکراسی په افغانستان کښي لاسته راوړنه نه بلکه دلاسه وتنه ده، که ووس زمونږ دغه لاسته راوړني صرف متضرري شوي خو د دیموکراسي په دوام سره به دا په مکمله توګه له لاسه ورکو. نو زمونږ لویه لاسته راوړنه به دا وي چي مونږ خپله معاشره دفاسدیدو څخه وژغورو. د اسلام سپیڅلي دین په مسلمانانو نافذ کړو، خپله عقیده سالمه وساتو او په نړیواله کچه خپل هغه شهرت اوعزت هم وساتو چي دنیا والو ته مو دا ثابته کړی وه چی مونږ خرڅیدونکي نه یو، مونږ ویریدونکي نه یو او مونږ تسلیمیدونکي نه یو .

لیکوال: ابو حدیر
کالم: توره لیکل کوي
26-8-2013
[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د