fbpx

تر ټولو صحيح تفسيرونه

د عبدالمالک همت ليکنه او څېړنه

لکه چي پوهيږو تر ټولو لومړى رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو کرامو ته د قرآن کريم د الفاظو د تعليم تر څنګ د قرآن معناوي هم ښوولي دي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته اصحابو رضي الله عنهم، تابعينو او په دوى پسې اسلامي عالمانو د قرآن کريم د معناوو ښوولو او د هغه تفسير ته زياته پاملرنه کړې ده، زښت زيات تفسيرونه يې موږ ته را پرې ايښي او دا لړۍ په اوسمهال کي د لا زيات سمون او پرمختګ سره روانه ده. نو د لوى څښتن پر دې نعمت باندي دي شکر او حمد وي. زموږ په پېر کي ډول ډول تفسيرونه خپاره سوي او ګټي اخيستني ته وړاندي سوي دي. پر دغو تفسيرونو واقعاً چي اسلامي پوهانو، ډېر زيارونه ايستلي، څېړني پلټني يې پر کړي او کلونه کلونه يې د لوى څښتن د سپېڅلي کلام پر شنلو، سپړلو، څرګندولو او آسانولو باندي تېر کړي دي، چي لوى څښتن دي هر يوه ته اجر جميل ورکړي.

خو څنګه چي د قرآن کريم د تفسير کار هم د نورو انساني کارونو غوندي بشري سعى باله سي، نو له تېروتنو او نيمګړتياوو خالي نه وي. له دې امله علماى کرامو د تفسيرونو په هکله جدي تاملونه لري او ډول ډول نظرونه يې پر ورکړي او کره کتني يې پر کړي دي، تر دې چي په دې اړه امام احمد بن حنبل رحمه الله تر دې کچي وړاندي تللى دى چي فرمايي:

” ثلاثة ليس لها أصل: التفسير والملاحم والمغازي“. (درې ډوله کتابونه، يا روايات اصل نه لري[يعني غالب يې صحيح او متصل اسناد نه لري]: تفسير، ملاحم او مغازي).

رشتیا هم داده چي ډېر لږ تفسيرونه له تېروتنو خالي باله سي، خو زيات يې ډېري تېروتني لري.

داسي هم سوي دي چي ځينو علماى کرامو په خپلو تفسيرونو کي د قرآن کريم معناوي ډېري روښاني کړي دي، خو د اعرابو، بلاغت او داسي نورو په اړه يې په کار کي نيمګړتياوي ليده سي، چا بيا د اعرابو او بلاغت مسايل  ډېر شنلي وي، خو په نورو برخو کي يې له لنډونه کار اخيستى وي، ځينو هم د علمي او عملي آيتونو څخه زيات استنباطونه کړي وي او په نورو مسايلو کي يې زياتي څېړني نه وي کړي، ځينو اسرائيليات او ضعيف روايات په پېخر راوړي وي، ځينو په ندرت سره ډډه ځني کړې وي. ځينو د اسرائيلياتو له راوړلو ډډه کړې وي، خو د ضعيفو احاديثو او رواياتو په باب يې زيات پام نه وي کړى.

نو علماى کرامو له دغو زښتو زياتو تفسيرونو څخه هغه تفسيرونه چي د استفادي زيات وړ دي موږ ته په ګوته کړي او د هغو د مطالعې سپارښتني يې کړي دي. موږ به دلته د دغو توصيو او سپارښتنو په رڼا کي له دغو تفسيرونو څخه يو شمېر په لنډو ټکو کي معرفي کړو ومن الله التوفيق.

tafsee tabari

١. تفسير الطبري

دغه تفسير چي امام المفسرين محمد بن جرير الطبري ليکلى دى د قرآن د تفسير په باب پراخ او شامل تفسير دى او د تفسير په اړه يې د سلفو ټولي څرګندوني په ثابتو سندونو راوړي دي او له داسي کسانو څخه يې نقل نه دى کړى چي د حديث پوهانو د اصولو له مخي دي متهم وي. دا تفسير شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تر ټولو صحيح تفسير بللى دى.

ibn kaseer

٢. تفسير ابن کثير

دا تفسير د طبري تر تفسير راوروسته تر ټولو ستر او دقيق تفسير دى چي په ډېره ښه طريقه او منهج ليکل سوى دى. ځکه لومړى قرآن په قرآن سره تفسيروي، بيا يې په نبوي سنتو، بيا يې د سلفو په ويناوو او بيا يې د عربي ژبي په مقتضا تفسيروي. له دې امله علماوو دغه تفسير متقن او موثوق تفسير بللى دى. خو د قرآن کريم د اعرابو او بلاغت په باب ډېري لږي څرګندوني کوي. همدا راز په دې تفسير کي ځيني ضعيف احاديث هم ليدل کيږي.

دغه تفسير ډېرو عالمانو مختصر کړى هم دى چي په دې ټولو مختصراتو کي ” اليسير في اختصار تفسير ابن کثير“ ډېر غوره دى. په دې لنډون کي يې ضعيف احاديث نه دي پرې ايښي. د تفسير ابن کثير دغه لنډون صلاح بن محمد عرفات، محمد بن عبدالله الشنقيطي، خالد بن فوزي عبدالحميد، د مسجد الحرام د امام او خطيب او د سعودي د لويو عالمانو د ډلي د غړي شيخ صالح بن عبدالله بن حميد په مشري تر سره کړى دى.

jalalain

٣. تفسير جلالين

د دې تفسير د ليکلو کار لومړى حافظ جلال الدِّين المحلي پيل کړ، خو د هغه تر بشپړېدو دمخه وفات سو. بيا حافظ جلال الدِّين السُّيوطي د المحلي د تفسير پاته برخه بشپړه کړه، ځکه نو د جلالين(دووجلالو) په نامه ياديږي. دا لنډ، نفيس اوګټور تفسير دى او له اوږدې زمانې په اسلامي مدرسو کي تدريسيږي. او سره د دې چي ډېر لنډ دى بيا هم ډېر علوم پکښي ځاى سوي دي. که د علامه سليمان بن عمر بن منصور الازهري ” الفتوحات الالهية بتوضيح تفسير الجلالين للدقائق الخفية “ حاشيه چي په جمل شهرت لري ور سره يو ځاى سي ډېر به ښه وي. دغه حاشيه که څه هم علماوو له تېروتنو خالي نه ده ګڼلې، خو ګټور معلومات پکښي ځاى سوي او طالب العلم ګټه ځني اخيستلاى سي. په ځينو مدارسو کي د جلالين د تفسير سره دغه حاشيه هم تدريسوي.

baghawi

٤. تفسير البغوي

دا تفسير چي معالم التنزيل نوميږي امام محيي السنة ابي محمد الحسين بن مسعود البغوي ليکلى دى. (”بغا“ د هرات او مروي په منځ کي يو ځاى دى). دغه تفسير چي د تفسير ثعلبي لنډون دى ضعيف او موضوع  احاديث نه دي پکښي راوړل سوي او علماوو يې د مطالعې توصيه کړې ده. دکتور عبدالله بن احمد بن علي الزيد دغه کتاب د مختصر تفسير البغوي په نامه لنډ کړى دى.

tafseer saadi

٥. تفسير السعدي

دا تفسير چي ” تيسير الكريم الرَّحمن في تفسير كلامِ المنَّان “ نوميږي او شيخ عبدالرحمن السعدي ليکلى دى د علم او پوهي يوه لويه زېرمه ده چي په لنډو او ساده او آسانو الفاظو ليکل سوى دى. او عالمانو د نيوکي ځاى نه دى پکښي موندلى.

azwa bayan

٦. اضواء البيان في ايضاح القرآن بالقرآن

دا تفسير چي  علامه محمَّد الامين بن محمد المختار بن عبد القادر الجكني الشنقيطي رحمهُ اللهُ ليکلى دى په حقيقت کي د احاديثو، فقهي، تفسير او د فقهي د اصولو يوه لويه ټولګه باله سي. په دې تفسير کي ليکوال کوښښ کړى دى چي د قرآن د آيتونو معنا د قرآن له نورو آيتونو څخه څرګنده کړي يا يې په ځينو احاديثو توضيح کړي. خو د اړتيا پرمهال او ډېر لږ په رايه هم تفسير کوي.

aisar tafseer

٧. ايسر التفاسير

دا تفسير شيخ ابوبکر الجزايري په ډېرو ساده او عام فهمو الفاظو ليکلى دى. چي له دې امله يې مطالعه عامو خلکو او مبتدي محصلينو ته مناسبه ده. البته ځيني علماى کرام  پر دې تفسير باندي دا نيوکه کوي چي په دې تفسير کي د قراءتونو او فقهي احکامو په اړه څرګندوني نه دي سوي.

fathulqadeer

٨. تفسير فتح القدير

دا تفسير چي بشپړ نوم يې” فتح القدير الجامع بين فنى الرواية والدراية من علم التفسير“ دى  امام محمد بن علي بن محمد بن عبد الله الشوكاني ليکلى دى علماوو ګټور بللى دى. نورو مفسرينو له دې تفسير څخه د مأخذ په توګه ګټه اخيستې ده او علماوو خوښ کړى دى، خو ځيني نيوکي هم پر لري، هغه دا چي له نورو تفسيرونو څخه يې موضوع يا ضعيف روايتونه نقل کړي دي او د هغو د موضوع والي په باب يې څه نه دي ويلي.

qurtubi

٩. تفسير القرطبي

دغه تفسير چي امام ابوعبدالله محمد بن احمد الانصاري القرطبي ليکلى دى او اصلي نوم يې ” الجامع لاحكام القرآن، والمبين لما تضمن من السنة واحكام الفرقان “ دى ډېر غوره او د اهل سنت او جماعت طريقې ته ډېر نژدې او له بدعتونو څخه ليري دى. په دې تفسير کي د ټول قرآن آيتونه تفسير سوي دي، خو په کومو آيتونو کي چي احکام راغلي دي پر هغو يې بشپړه رڼا اچولې او ښه يې څېړلي دي. علماى کرامو ډېر خوښ کړى او ډېر ګټور تفسير يې بللى دى. په دې تفسير کي د تاريخونو او کيسو پر ځاى د قرآن احکام او د قراءتونو، اسباب نزول او ناسخ او منسوخ په باب يادوني سوي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

محترم استاد عبدالمالک همت صاحب الله تعالی دی اجر درکړی اما زما ستاسو په نظر ددی پورته صحیح تفسیرونو له جملی نه صرف تفسیر قرطبی خوښ ده چی په فقهی طرز بنا تفسیر ده په کوم کی چی نوموړی عالم تر ډیره کوښښ کړی چی د اهل سنت د ټولو علماو اقوال په امانت د یوی فقهی مسلی په ارتباط را نقل کړی او تر ډیره یی کوښښ کړی چی د تعصب له ګنده او مردار مرض نه ځان وساتی هر مسلمان ته یی د لوستلو توصیه کوم نوموړی تفسیر زما له اندازی زیات خوښ دی ځکه په ډیرو مسایلو… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! هر څوک چه لږ هم پوهیږی هغه د علم یوه لږه برخه لری سره د دی چه د هغه لږ معلومات له مخی هم عالم دی مګر د مروچه اصطلاحاتو له مخی عالم هغه چاته ویل کیږی چه خانګړو معیارونو ته رسیدلی وی لکه پورتنی مفسرین او داسی نور دینی یا ساینسی علما ډ دین او ساینس په اړه څه نه لیکم د بجث موضع بدلیږی . دینی علماوو کی هم ډیر زیات اختلاف نظر شتون لری چه له امله یی بیلابیل رشتینی او غیر رشتونی حلقات یا ګروپونه رامنځته شوی ، هر یو ګروپ… نور لوستل »