تر ټولو صحيح تفسيرونه

د عبدالمالک همت ليکنه او څېړنه

لکه چي پوهيږو تر ټولو لومړى رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو کرامو ته د قرآن کريم د الفاظو د تعليم تر څنګ د قرآن معناوي هم ښوولي دي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته اصحابو رضي الله عنهم، تابعينو او په دوى پسې اسلامي عالمانو د قرآن کريم د معناوو ښوولو او د هغه تفسير ته زياته پاملرنه کړې ده، زښت زيات تفسيرونه يې موږ ته را پرې ايښي او دا لړۍ په اوسمهال کي د لا زيات سمون او پرمختګ سره روانه ده. نو د لوى څښتن پر دې نعمت باندي دي شکر او حمد وي. زموږ په پېر کي ډول ډول تفسيرونه خپاره سوي او ګټي اخيستني ته وړاندي سوي دي. پر دغو تفسيرونو واقعاً چي اسلامي پوهانو، ډېر زيارونه ايستلي، څېړني پلټني يې پر کړي او کلونه کلونه يې د لوى څښتن د سپېڅلي کلام پر شنلو، سپړلو، څرګندولو او آسانولو باندي تېر کړي دي، چي لوى څښتن دي هر يوه ته اجر جميل ورکړي.

خو څنګه چي د قرآن کريم د تفسير کار هم د نورو انساني کارونو غوندي بشري سعى باله سي، نو له تېروتنو او نيمګړتياوو خالي نه وي. له دې امله علماى کرامو د تفسيرونو په هکله جدي تاملونه لري او ډول ډول نظرونه يې پر ورکړي او کره کتني يې پر کړي دي، تر دې چي په دې اړه امام احمد بن حنبل رحمه الله تر دې کچي وړاندي تللى دى چي فرمايي:

” ثلاثة ليس لها أصل: التفسير والملاحم والمغازي“. (درې ډوله کتابونه، يا روايات اصل نه لري[يعني غالب يې صحيح او متصل اسناد نه لري]: تفسير، ملاحم او مغازي).

رشتیا هم داده چي ډېر لږ تفسيرونه له تېروتنو خالي باله سي، خو زيات يې ډېري تېروتني لري.

داسي هم سوي دي چي ځينو علماى کرامو په خپلو تفسيرونو کي د قرآن کريم معناوي ډېري روښاني کړي دي، خو د اعرابو، بلاغت او داسي نورو په اړه يې په کار کي نيمګړتياوي ليده سي، چا بيا د اعرابو او بلاغت مسايل  ډېر شنلي وي، خو په نورو برخو کي يې له لنډونه کار اخيستى وي، ځينو هم د علمي او عملي آيتونو څخه زيات استنباطونه کړي وي او په نورو مسايلو کي يې زياتي څېړني نه وي کړي، ځينو اسرائيليات او ضعيف روايات په پېخر راوړي وي، ځينو په ندرت سره ډډه ځني کړې وي. ځينو د اسرائيلياتو له راوړلو ډډه کړې وي، خو د ضعيفو احاديثو او رواياتو په باب يې زيات پام نه وي کړى.

نو علماى کرامو له دغو زښتو زياتو تفسيرونو څخه هغه تفسيرونه چي د استفادي زيات وړ دي موږ ته په ګوته کړي او د هغو د مطالعې سپارښتني يې کړي دي. موږ به دلته د دغو توصيو او سپارښتنو په رڼا کي له دغو تفسيرونو څخه يو شمېر په لنډو ټکو کي معرفي کړو ومن الله التوفيق.

١. تفسير الطبري

دغه تفسير چي امام المفسرين محمد بن جرير الطبري ليکلى دى د قرآن د تفسير په باب پراخ او شامل تفسير دى او د تفسير په اړه يې د سلفو ټولي څرګندوني په ثابتو سندونو راوړي دي او له داسي کسانو څخه يې نقل نه دى کړى چي د حديث پوهانو د اصولو له مخي دي متهم وي. دا تفسير شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تر ټولو صحيح تفسير بللى دى.

٢. تفسير ابن کثير

دا تفسير د طبري تر تفسير راوروسته تر ټولو ستر او دقيق تفسير دى چي په ډېره ښه طريقه او منهج ليکل سوى دى. ځکه لومړى قرآن په قرآن سره تفسيروي، بيا يې په نبوي سنتو، بيا يې د سلفو په ويناوو او بيا يې د عربي ژبي په مقتضا تفسيروي. له دې امله علماوو دغه تفسير متقن او موثوق تفسير بللى دى. خو د قرآن کريم د اعرابو او بلاغت په باب ډېري لږي څرګندوني کوي. همدا راز په دې تفسير کي ځيني ضعيف احاديث هم ليدل کيږي.

دغه تفسير ډېرو عالمانو مختصر کړى هم دى چي په دې ټولو مختصراتو کي ” اليسير في اختصار تفسير ابن کثير“ ډېر غوره دى. په دې لنډون کي يې ضعيف احاديث نه دي پرې ايښي. د تفسير ابن کثير دغه لنډون صلاح بن محمد عرفات، محمد بن عبدالله الشنقيطي، خالد بن فوزي عبدالحميد، د مسجد الحرام د امام او خطيب او د سعودي د لويو عالمانو د ډلي د غړي شيخ صالح بن عبدالله بن حميد په مشري تر سره کړى دى.

٣. تفسير جلالين

د دې تفسير د ليکلو کار لومړى حافظ جلال الدِّين المحلي پيل کړ، خو د هغه تر بشپړېدو دمخه وفات سو. بيا حافظ جلال الدِّين السُّيوطي د المحلي د تفسير پاته برخه بشپړه کړه، ځکه نو د جلالين(دووجلالو) په نامه ياديږي. دا لنډ، نفيس اوګټور تفسير دى او له اوږدې زمانې په اسلامي مدرسو کي تدريسيږي. او سره د دې چي ډېر لنډ دى بيا هم ډېر علوم پکښي ځاى سوي دي. که د علامه سليمان بن عمر بن منصور الازهري ” الفتوحات الالهية بتوضيح تفسير الجلالين للدقائق الخفية “ حاشيه چي په جمل شهرت لري ور سره يو ځاى سي ډېر به ښه وي. دغه حاشيه که څه هم علماوو له تېروتنو خالي نه ده ګڼلې، خو ګټور معلومات پکښي ځاى سوي او طالب العلم ګټه ځني اخيستلاى سي. په ځينو مدارسو کي د جلالين د تفسير سره دغه حاشيه هم تدريسوي.

٤. تفسير البغوي

دا تفسير چي معالم التنزيل نوميږي امام محيي السنة ابي محمد الحسين بن مسعود البغوي ليکلى دى. (”بغا“ د هرات او مروي په منځ کي يو ځاى دى). دغه تفسير چي د تفسير ثعلبي لنډون دى ضعيف او موضوع  احاديث نه دي پکښي راوړل سوي او علماوو يې د مطالعې توصيه کړې ده. دکتور عبدالله بن احمد بن علي الزيد دغه کتاب د مختصر تفسير البغوي په نامه لنډ کړى دى.

٥. تفسير السعدي

دا تفسير چي ” تيسير الكريم الرَّحمن في تفسير كلامِ المنَّان “ نوميږي او شيخ عبدالرحمن السعدي ليکلى دى د علم او پوهي يوه لويه زېرمه ده چي په لنډو او ساده او آسانو الفاظو ليکل سوى دى. او عالمانو د نيوکي ځاى نه دى پکښي موندلى.

٦. اضواء البيان في ايضاح القرآن بالقرآن

دا تفسير چي  علامه محمَّد الامين بن محمد المختار بن عبد القادر الجكني الشنقيطي رحمهُ اللهُ ليکلى دى په حقيقت کي د احاديثو، فقهي، تفسير او د فقهي د اصولو يوه لويه ټولګه باله سي. په دې تفسير کي ليکوال کوښښ کړى دى چي د قرآن د آيتونو معنا د قرآن له نورو آيتونو څخه څرګنده کړي يا يې په ځينو احاديثو توضيح کړي. خو د اړتيا پرمهال او ډېر لږ په رايه هم تفسير کوي.

٧. ايسر التفاسير

دا تفسير شيخ ابوبکر الجزايري په ډېرو ساده او عام فهمو الفاظو ليکلى دى. چي له دې امله يې مطالعه عامو خلکو او مبتدي محصلينو ته مناسبه ده. البته ځيني علماى کرام  پر دې تفسير باندي دا نيوکه کوي چي په دې تفسير کي د قراءتونو او فقهي احکامو په اړه څرګندوني نه دي سوي.

٨. تفسير فتح القدير

دا تفسير چي بشپړ نوم يې” فتح القدير الجامع بين فنى الرواية والدراية من علم التفسير“ دى  امام محمد بن علي بن محمد بن عبد الله الشوكاني ليکلى دى علماوو ګټور بللى دى. نورو مفسرينو له دې تفسير څخه د مأخذ په توګه ګټه اخيستې ده او علماوو خوښ کړى دى، خو ځيني نيوکي هم پر لري، هغه دا چي له نورو تفسيرونو څخه يې موضوع يا ضعيف روايتونه نقل کړي دي او د هغو د موضوع والي په باب يې څه نه دي ويلي.

٩. تفسير القرطبي

دغه تفسير چي امام ابوعبدالله محمد بن احمد الانصاري القرطبي ليکلى دى او اصلي نوم يې ” الجامع لاحكام القرآن، والمبين لما تضمن من السنة واحكام الفرقان “ دى ډېر غوره او د اهل سنت او جماعت طريقې ته ډېر نژدې او له بدعتونو څخه ليري دى. په دې تفسير کي د ټول قرآن آيتونه تفسير سوي دي، خو په کومو آيتونو کي چي احکام راغلي دي پر هغو يې بشپړه رڼا اچولې او ښه يې څېړلي دي. علماى کرامو ډېر خوښ کړى او ډېر ګټور تفسير يې بللى دى. په دې تفسير کي د تاريخونو او کيسو پر ځاى د قرآن احکام او د قراءتونو، اسباب نزول او ناسخ او منسوخ په باب يادوني سوي دي.

تبصرې (2)

  • محترم استاد عبدالمالک همت صاحب الله تعالی دی اجر درکړی اما زما ستاسو په نظر ددی پورته صحیح تفسیرونو له جملی نه صرف تفسیر قرطبی خوښ ده چی په فقهی طرز بنا تفسیر ده په کوم کی چی نوموړی عالم تر ډیره کوښښ کړی چی د اهل سنت د ټولو علماو اقوال په امانت د یوی فقهی مسلی په ارتباط را نقل کړی او تر ډیره یی کوښښ کړی چی د تعصب له ګنده او مردار مرض نه ځان وساتی هر مسلمان ته یی د لوستلو توصیه کوم نوموړی تفسیر زما له اندازی زیات خوښ دی ځکه په ډیرو مسایلو کی زما د هدایت سبب شوی نوموړی تفسیر له عربی نه نورو ژبو ته هم ترجمه شوی زما په نظر که چیری نوموړی تفسیر زمونږ د هیواد رسمی ژبو ته هم ترجمه شی ترڅو یی په هیواد کی استفاده تر ډیره عامه شی نو ژباړونکی به یی انشالله د الله (ج) له جانب نه د ډیر زیات اجر او ثواب مستحق وګرځی زما په نظر که څوک صرف د نوموړی تفسیر په لوستلو اکتفا وکړی نو د قرآن په فهم کی ورته شافی او کافی ده او دبل تفسیر لوستلو ته ورته ضرورت نه پیداکیږی اما که څوک اکتفا نه کوی او غواړی چی نور تفسیرونه هم ولولی نو بیا دی له نوموړی تفسیر سره په خوا کی دهغه تفسیرونه هم ولولی احکام القرآن للجصاص، تفسیر روح المعانی للعلامه آلوسی، بحرالعلوم للسمرقندی او تفسير مدارك التنزیل و حقائق التاویل للنسفی انشالله چی نور به ورته کافی او شافی وی و سلام.

  • مسلمانانو ورونو السلام علیکم !
    هر څوک چه لږ هم پوهیږی هغه د علم یوه لږه برخه لری سره د دی چه د هغه لږ معلومات له مخی هم عالم دی مګر د مروچه اصطلاحاتو له مخی عالم هغه چاته ویل کیږی چه خانګړو معیارونو ته رسیدلی وی لکه پورتنی مفسرین او داسی نور دینی یا ساینسی علما ډ دین او ساینس په اړه څه نه لیکم د بجث موضع بدلیږی .
    دینی علماوو کی هم ډیر زیات اختلاف نظر شتون لری چه له امله یی بیلابیل رشتینی او غیر رشتونی حلقات یا ګروپونه رامنځته شوی ، هر یو ګروپ هڅه لری چه قران او حدیث د خپل ګروپ د عقایدو له مخی تفسیر کړی ګناه وی که ثواب دای منلی چه د عامه مسلمانانو او عامه اسلام په ځای به خپل ځانګړی ګروپ عقایدو د پاره به د دی په ځای چه د اسلام پيروی وکړی اسلام د خپل ګروپ په پیروی کولو مجبوروی ، ښه مثالونه یی د افغانستان تش په نامه اخوانی اسلامی ګوندونه وو او دی.
    اصل مطلب :
    کوم څه چه زمونږ ددی وخت مسلمانانو دپاره اړین دی که ممکنه وی قران او حدیث د دی وخت د شرایطو او ستونزو له مخی تفسیر ، وڅیړل شی او وارزول شی ، زه منم د عباداتو ( اوامرو او نواهیو ) به اړه نوی تاویلات د منلو وړ نه دی مګر د ژوند په نورو برخو کی د زمان او مکان له مخی تاویلات کیدلی شی ، که نه اسلام به یو اځی د هماغه ۱۴ پيړیو مخکی وخت پوری تړلی وی د ژوند د اخری ورځو سره به نابلده وی دا چه فرمایی چه تاسی ته می د اسلام دین نن پوره کړو ، په دی ایت کی د ژوند شروع او د ژوند ختم دواړه تمثیل شوی یعنی هغه دین چه د ادم ع له وخت بیل شوی نن مو درته د ژوند تر اخری ورځی پوری تکمیل کړو ، که داسی یی ونه منو یا داسی یی تاویل نه کړو او د ژوند څه برخه تری لیری کړو نو د هغه وخت د پاره بیا بل پیغمبر ، بل کتاب او بل دین ته اړه ده .
    په هر صورت ، سره د دی چه مونږ پخوانو مفسرینو او علماوو ته اړه لرو مګر د زمان او مکان د شرایطو له مخی مونږ نوو مفسرینو او تحلیلګرو ته هم اړه لرو څومره چه ساینس او تکنالوچی پرمختګ کړی او کوی د هغوی سره مساوی یا زیات د ژوند په بیلابیلو اړخونو کی قرانی لارښودنی د دی پیړیو د بشریت د لیارو پیدا کولو د پاره تاویل کیدلی شی دغه تاویلات د دی پیړیو مفسرین کولای شی چه په دغه شرایطو کی قرار لری .
    زه چه پخوانی تفسرونه لولم ،داسی ښکاری چه اسلام د اخرت د پاره یو دین دی په دی ژوند کی یی اخلاقی اړخ زمونږ د پاره د ګټی وړ دی، که د سیاست او ساینس په اړه هم ځینو څه ویلی هغه هم کافی په دی نه دی چه د هغوی وخت کی د اوس وخت کشفیات او اختراغات نه وو رامنځته شوی او یا هغه نوښتونه چه صبارامنخته کیږی هغه نننو علماوو او مفسد رینو ته معلوم نه دی، د نن او حتی صبا ورځی مفسرینو د پاره ددی اړه ده چه د عربی ژبی په ګرامر او د لغاتو په معنی پوه شی د اسلامی پوهی اصول وپيژنی یعنی د اجتهاد ټول شرایط یی اماده کړی مګر دنوی شرایطو له مخی باید تفسیر او تحلیل وکړی ، که نه مونږ دعوی نه شو کولای چه اسلامی نظام او یا اسلامی شریعت څه او حرنګه عملی بڼه لری ، مونږ نه شو کولای په خلکو هر څه په دی نامه ومنو چه اسلام دی په پټو سترګو یی ومنه نوی نسل ځینی څه چه ډير به یی ونه منی .
    هغه تفسیر چه سیدقطب صاحب د ( فی ظلال القران ) په نامه تفسیر کړی یا نورو معاصرو مفسرینو لیکلی د دنن زمانی د شرایطو له مخی یی وزن زیات دی ، زه نه وایم چه پخوانی غلط یا کم وزنه وو مګر دهغه وخت د پاره سم او پوره وزن درلود ، مګر د نن وخت د ستوونزو به اړه کم او یا څه نه لری ، هو دا چه دی وخت کی د چا او د چا تفسیر ښه دی د هغه مفسرینو ، د پوهی ، استعداد ، تقوی او تحلیل او عملی کړنو او قربانیو پوری اړه لری ، د اوس وخت کفر هم د پخوا پرتله ډیر پرمخ تللی پرون د س ملام او مسلمانانو سره د مخ له خوا جنګیدل نن ورسره د شا له خوا جنګ کوی یعنی د سیاف،ربانی، کشاف او حکمتیار په شان اسلامی علماوو څخه هم د تفسیرولو او تاویلاتو د پاره استفاده کوی ، بیا نو زمونږ د مسلمانانو کاردی چه چه غلام او پلورل شوی مفسرین له اصلی او رشتینو مفسرینو جلا کړو ، که ددغه جلاوالی د پاره یی په خصلتونو څه لیکم تبصره به ډیره اوږده شی مننه